تازه خبرونه

د «پرمختګ» اوبپاڼې پرانیسته؛ د افغانستان د رسنیو لپاره نوی معلوماتي سرچینه

رئیس اتحادیه ژورنالیستان آزاد افغانستان، در مراسم رونمایی از ویب‌سایت «پرمختگ» در ارگ گفت که رسانه‌ها در جریان «تجاوز پاکستان» مسئولیت حرفه‌ای خود را به‌گونه کامل انجام داده‌اند و این موضوع برای همه قابل مشاهده بوده است.

Published

on

نن( یکشنبه د وري دېرشمه ) په اړګ د افغانستان د رسنیو د معلوماتي سرچینې په توګه د «پرمختګ» نومې اوبپاڼې د مخکتنې مراسم د «ارګپاڼې» د سلمې ګڼې له خپرېدا سره هممهاله د لوړپوړو چارواکو له‌خوا ترسره شول.

په دې مراسمو کې د ریاست‌الوزرا د دفتر رئیس ډاکټر واسع، د عامه پوهاوي پر اهمیت ټینګار وکړ او څرګندوي، چې په نننۍ نړۍ کې معلومات د ټولنو د مدیریت او څارنې لپاره اړین رول لري او اسلامي امارت هم دې موضوع ته ځانګړې پاملرنه کوي.

هغه زیاته کړې؛ اسلامي امارت له رسنیو ملاتړ کوي او ژمن دی، چې خلکو ته د معلوماتو د لاسرسي زمینه برابروي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ حکومت د معلوماتو شریکولو ته پرته له سانسوره ژمن دی او هڅه کوي د رسنیو د فعالیت لپاره مناسب شرایط برابر کړي.

دغه راز د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله ویلي، چې معلوماتو ته لاسرسی کولی شي د خلکو او نظام پر ژوند مثبت اغېز ولري.

هغه ټینګار کړی، چې اسلامي امارت په بېلابېلو برخو کې لاسته راوړنې او پرمختګونه لري او د رسنیو د آسانه لاسرسي لپاره یو معلوماتي بانک جوړ شوی، چې دقیق او مستند معلومات ورته برابر شي.

مجاهد زیاته کړې؛ د دې معلوماتي بانک موخه د پرمختګونو په اړه دقیق معلومات وړاندې کول او د «دښمن» د تبلیغاتو مخنیوی دی.

هغه زیاته کړې، چې په «پرمختګ» اوبپاڼه کې وړاندې کېدونکي معلومات به مسوولانه اداره کېږي او د رسنیو لپاره به د باور وړ سرچینه وي.

نوموړي ویلي: «ویاندویان مسوولیت لري، چې معلومات ژر تر ژره له دې بانک سره شریک کړي، چې خلکو ته ورسيږي.»

دغه راز مجاهد ټینګار کړی، چې رسنۍ باید له دې اوبپاڼې څخه د یوې باوري سرچینې په توګه ګټه واخلي او وایي: «رسنۍ د افغانستان د ملي ګټو پر بنسټ کار کوي او د هېواد په ګټه فعالیت کوي.»

هغه ویلي: «مشران د رسنیو له وروستیو فعالیتونو خبر او خوښ دی.»

دغه راز مجاهد ډاډ ورکړ، چې هېواد کې پاتې رسنۍ ملي ریښي لري او فعالیتونه یې د اعتبار وړ دي.

د افغانستان د آزادو ژورنالیستانو ټولنې رییس حجت‌الله مجددي په دې مراسمو کې ویلي، چې رسنیو د «پاکستان د یرغل» پر مهال خپله مسلکي دنده بشپړه ترسره کړې او دا موضوع ټولو ته څرګنده ده.

هغه زیاته کړې، چې شته امکانات د رسنیو لپاره بسنه نه‌کوي او اسلامي امارت باید د بیان د آزادۍ د پیاوړتیا لپاره نورې آسانتیاوې برابرې کړي.

همدارنګه مجددی د څلور نیول شویو خبریالانو د بښنې غوښتنه وکړه او دا اقدام یې د رسنیزې ټولنې پر وړاندې د ښه نیت نښه وبلله.

مجددي ویلي؛ د اسلامي امارت له راتګ وروسته رسنۍ منظمې او قانونمندې شوې دي او دا کار د بیان د آزادۍ پر وضعیت مثبته اغېز لري.

د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبداللطیف نظري ویلي، چې رسنیز جنګ ځانګړی ارزښت لري.

نظري وایي: «په نننۍ نړۍ کې رسنۍ ډېر ارزښت لري. مونږ ډېر پرمختګونه لرو او رسنۍ دا پرمختګونه خلکو او نړۍ ته رسوي.»

د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت د فرهنګ مرستیال عتیق الله عزیزي ویلي؛ معلومات د ولس حق دی او باید دا حق یې مسوولان اداکړي.

عزیزي وایي: دا زمونږ مسوولیت دی، چې ولس له هرڅه خبر شي؛ کامیابه رسنۍ هغه دي، چې له حکومت سره یې اړیکې پرې نه‌شي او چارواکي باید له رسنیو سره مرکې وکړې، چې خلک له اطلاعاتو خبر شي.

د عتیق‌الله عزیزي د څرګندونو له مخې ویاندویان باید پېښې پټې نه‌کړي؛ د خپلو مصالحو په رڼا کې یې تعبیر کړي او هیڅکله چوپه خوله پاتې نه‌شي.

عتیق الله عزیزي دا هم ویلي، چې رسنیو په هېواد کې ستره مبارزه ترسره کړې ده. هغه رسنۍ، چې پاتې دي ملي دي او دا وطن خپل ګڼي او حکومت باید رسنیو ته پاملرنه وکړي.

عزیزي دا ټینګار هم کړی، چې تخطۍ تېروتنه وي که ستره ونه‌اوسې باید وبښل شي او جدي ونه‌ګڼل شي.

د افغانستان د چارو ادارې عمومي رییس نورالحق انور ویلي؛ اسلامي امارت ډېرې لاسته راوړنې لري، چې د ولس د خوشحالۍ سبب ګرځېدلي؛ خو د لاسته راوړنو پر وړاندې د شته خنډونو پر وړاندې باید رسنیزه مبارزه وشې.

نورالحق انور زیاته کړې؛ د دښمن پر وړاندې مبارزه واجب ده او رسنۍ د دې محاذ په لومړي صف کې دي. همدا رسنۍ دي، چې له ولس څخه په دفاع کې غښتلی رول لوبوي.

ویل کیږي، چې ریاست الوزرا مقام رسنیزو هڅو ته؛ ځکه زمینه برابروي، چې  خلکو ته اطلاعات بشپړ او په‌خپل وخت ورسیږي.

Trending

Exit mobile version