تازه خبرونه

د پریمیر لیګ لوبغاړو ډله ییزې فزیکی روزنې تصویب شوې

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۷, ۱۳۹۹)

د سکای سپورټ د راپور په وینا، د پریمیر لیګ لوبډلو ډله ییزې فزیکی روزنې د دغه بنسټ له خوا تصویب شو، چې دا کار د سیالیو د بیا پیل کولو لپاره یو بل مهم ګام په نښه کوي.

د پریمیر لیګ لوبغاړو تیره اونۍ دمخه، د ټولنیز واټن ساتلو په پام کې نیولو سره، په کوچني ډلو کې روزنه له سره پیل کړې وه، خو اوس دغه بنسټ ډله ییزې روزنې هم تصویب کړې.

پریمیر لیګ په یوه خبروینا کې ویلي: “د پریمیر لیګ شریکانو نن د لوبغاړو د روزنې بیا پیلولو لپاره په متفقه توګه رایه ورکړه، چې د پریمیر لیګ سیالۍ بیا پیل کولو په لور بل ګام په نښه کیږي.”

په خبروینا کې زیاته شوې: “ټرینران اوس ددې وړتیا لري چې د یوې ډلې په توګه روزنه ورکړي پداسې حال کې چې غیر ضروري نږدې اړیکې کمې کړي.”

د پریمیر لیګ ټینګار وکړ چې د دوی لومړیتوب د ټولو برخه اخیستونکو روغتیا او هوساینه ده.

همداراز ویل شوي: “سخت طبي پروتوکول شتون لري ترڅو ډاډ ترلاسه شي چې د روزنې ډګر ترټولو خوندي چاپیریال دی او لوبغاړي او کارمندان به یې په اونۍ کې دوه ځله د کوویډ-۱۹ لپاره معایناتو ته دوام ورکړي.”

په ورته وخت کې، په پریمیر لیګ کې د کروناویروس ازموینو لومړي دوه پړاوونو کې؛ له ۱۷۴۴ بېلکو څخه اته مثبتې قضیې راپور شوې. د مثبت ازموینې اخیستونکي د اوو ورځو لپاره ځانته قرنطین شوي.

ویل کیږي چې د کروناویروس د دریم پړاو ازموینې پایلې به د چهارشنبې پر ماسپخین څرګندې شي.

د یادونې وړ ده چې د پریمیر لیګ لوبې د جون پر لومړې نېټه بیا پیل کیږي.

Trending

Exit mobile version