سیمه ییز خبرونه
د پر وان ولايت د مقام په بريدونو كې ۵۵ كسانو ته مرگ و ژوبله اوښتې
د كورنيو چارو وزارت وايي، چې:
د پروان ولايت پر مقام پېنځه ځانمرگو او په وسلو سمبالو کسانو برید وكړ. افغان اميتې ځواكونو له بريدگرو سره په وسلواله نښته كې د پېنځه پوليسو په گډون ۱۹ ملكي وگړي وژل شوي او له ډېرش ډېر كسان ټپيان شوي دي .
وسله والو طالبانو د دغه بريد مسووليت په غاړه اخيستي او ادعا كوي، چې ۸۱ كورنيو او بهرنيو ته يې مرگ و ژوبله اړولې ده .
کورنیو چارو وزارت د پروان ولایت پر ودانۍ د وسله والو طالبانو په نننۍ حمله کې څرگندوي، چې:
څه نا څه پېنځه پنځوس تنو ته مرگ و ژوبله واوښته.
د دې وزارت له خوا په یوه خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې په وژل شوو کې د ولایت د مقام څوارلس تنه ملکي کارکوونکي او پېنځه پولیس او په ټپیانو کې درې تنه پولیس او د پروان ولایت د مقام څلور دېرش ملکي کار کوونکي شامل دي.
د كورنيو چار وزارت وياند صديق صديقي وويل، چې:
بريد د دولس بجو په شا وخواكې هغه مهال وشو، چې يو ځانمرگي بريد كوونكي د ولايت په سويلي دروازه كې په ځان پورې تړلي چاوديدونكې توكي والوزول او وروسته د څلور نورو بريد کوونکيو او امنيتي ځواکونو ترمنځ نښته را منځته شوه او څلور بريدكوونكي مخکې له دې، چې ځان هدف ته ورسوي، د امنيتي ځواکونو له خوا ووژل شول.
كورنيو چار وزارت وياند د غه بريد وغنده او دا يې د افغاسنتان د سولې او پرمختگ د دښمنانو كاروباله.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجايد له رسنيو سره په اړيكه كې د بريد مسووليت په غاړه اخستي دى او ادعا كوي، چې:
بريد هغه مهال تر سره شو، چې د ولايت په ودانۍ كي د دولتي چار واكو اوبهرانيانو تر منځ امنيتي غونده روانه وه. دهفه په وينا په دغو بريدونو كې ۴۴ څلويښت كورني او بهرني سرتېري وژل شوي او ۳۷ ټپيان دي .