Connect with us

سیمه ییز خبرونه

د پر وان ولايت د مقام په بريدونو كې ۵۵ كسانو ته مرگ و ژوبله اوښتې

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د كورنيو چارو وزارت وايي، چې:

د پروان ولايت پر مقام  پېنځه ځانمرگو او په وسلو سمبالو کسانو برید وكړ.  افغان اميتې ځواكونو له بريدگرو سره په وسلواله  نښته كې د پېنځه پوليسو په گډون ۱۹ ملكي وگړي وژل شوي او له ډېرش ډېر كسان  ټپيان شوي دي .

وسله والو طالبانو د دغه بريد مسووليت په غاړه اخيستي  او  ادعا كوي، چې ۸۱ كورنيو او بهرنيو ته يې مرگ  و ژوبله اړولې ده .

کورنیو چارو وزارت د پروان ولایت پر ودانۍ  د  وسله والو طالبانو په نننۍ حمله کې څرگندوي، چې:

څه نا څه پېنځه پنځوس تنو ته مرگ  و ژوبله واوښته.

د دې وزارت له خوا په یوه خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې په وژل شوو کې د ولایت د مقام څوارلس تنه ملکي کارکوونکي او پېنځه پولیس او په ټپیانو کې درې تنه پولیس او د پروان ولایت د مقام څلور دېرش ملکي کار کوونکي شامل دي.

د كورنيو چار وزارت وياند صديق صديقي وويل، چې:

بريد  د  دولس بجو په شا وخواكې  هغه مهال وشو، چې  يو ځانمرگي بريد كوونكي  د ولايت په سويلي دروازه كې په ځان پورې تړلي چاوديدونكې توكي  والوزول  او  وروسته د  څلور نورو  بريد کوونکيو او امنيتي ځواکونو ترمنځ نښته  را منځته شوه او څلور بريدكوونكي مخکې له دې، چې ځان هدف ته ورسوي، د امنيتي ځواکونو له خوا ووژل شول.

كورنيو چار وزارت وياند  د غه بريد  وغنده او  دا  يې د افغاسنتان د  سولې او پرمختگ د دښمنانو كاروباله.

د طالبانو وياند ذبيح الله  مجايد  له رسنيو سره په اړيكه كې د بريد مسووليت په غاړه اخستي دى او ادعا  كوي، چې:

بريد  هغه مهال  تر سره شو، چې د ولايت په ودانۍ كي د دولتي چار واكو اوبهرانيانو  تر منځ  امنيتي غونده روانه وه. دهفه په وينا په دغو بريدونو كې ۴۴ څلويښت كورني او بهرني سرتېري وژل شوي او ۳۷  ټپيان دي .

Advertisement
Click to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

سیمه ییز خبرونه

پوتین د ولسمشرۍ بله ۶ کلنه لوړه وکړه

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۹, ۱۴۰۳)

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د سې شنبې پر ورځ د غویی اتلسمه په کرملین ماڼۍ کې د یو لړ مراسمو پر مهال د دغه هېواد د ولسمشر په توګه خپل نوی شپږ کلن پېر پیل کړ.

پوتین له دې مخکې څلور ځله د روسیې د اساسي قانون د ساتنې لوړه کړې ده.

ولادیمیر پوتین له ۱۹۹۹ ز.کال راپدیخوا د روسیې په سیاسي ډګر کې د ولسمشر یا لومړي وزیر په توګه خپل واک ساتلی دی.

۷۱ کلن پوتین په تېر مارچ کې د روسیې د ولسمشریزو ټاکنو ګټونکی وپېژندل شو.

د هغه تر ټولو نومیالی سیال الکسي ناوالني یوه میاشت مخکې د شمالي قطب په یوه زندان کې ناڅاپه مړ شو.

د الکسي ناوالني میرمنې په یوټیوب کې د ولسمشرۍ د لوړې له مراسمو مخکې یوه ویډیو خپره کړه؛ پوتین یې ظالم او قاتل یاد کړی او له پلویانو یې وغوښتل، چې د پوتین پر وړاندې مبارزه روانه وساتي.

امریکا، بریټانیا او یو شمېر نورو هېوادونو د پوتین د لوړې له مراسمو ډده کړی ده.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاند مټیو میلر د دوشنبې پر ورځ ویلي: مونږ به د هغه د لوړې په مراسمو کې استازی ونلرو. مونږ د [روسیې] ټاکنې ازادې او عادلانه نه ګڼو؛ خو پوتین د روسیې ولسمشر دی او په اټکل کیږي، چې خپل کار به روان وساتي.

د آلمان خبري آژانس او ​​د اروپايي اتحاديې د ډيپلوماتانو د څرګندونو له مخې؛ ځينو هېوادونو لکه فرانسې، هنګري او سلواکیا د پوتين د لوړې مراسمو ته د اړیکو د ساتلو لپاره خپل استازي استولي دي.

ولادیمیر پوتین، چې لږ تر لږه ۲۵ کاله په واک کې پاتې دی؛ تر ۲۰۳۰ پورې به د روسیې د ولسمشر په توګه خپلې دندې ترسره کوي.

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

په هر حال پر رفح برید شونی دی – نتانیاهو

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۲, ۱۴۰۳)

د رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې؛ که د اوبند او یرغمل خوشې کولو هوکړه وشی او که نه، اسرائیل به د غزې په جنوبي ښار رفح کې د حماس پر ضد خپل عملیات ترسره کوي.

نتانیاهو د خپل دفتر په خبرپاڼه کې څرګنده کړې: دا نظر، چې مونږ به د ټولو اهدافو ترلاسه کولو مخکې جګړه دروو؛ پر بحث او خبرو نه ارزي.

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

د دوبۍ واکمن د هوایي ډګر د نوي ټرمینل جوړولو لپاره ۳۵ میلیارډ ډالر تصویب کړل

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۰, ۱۴۰۳)

د دوبۍ واکمن شیخ محمد بن راشد آل مکتوم د یکشنبې پر ورځ په ایکس پاڼه کې لیکلي؛ د آل مکتوم نړیوال هوایي ډګر د مسافرینو د نوي ترمینل جوړولو لپاره ۱۲۸ میلیارډ درهم (  ۳۴ اعشاریه ۸۵ میلیارډ ډالر) تصویب شوي دي.

د رویټرز د راپور له مخې؛ د آل مکتوم نړیوال هوایي ډګر په نړۍ کې ترټولو لوی دی، چې د ۲۶۰ میلیون مسافرینو وړتیا لري او له دوبۍ نړیوال هوایي ډګر څخه به پېنځه چنده لوی وي.

دغه راز څرګنده شوې، چې په راتلونکیو کلونو کې به د دوبۍ هوایي ډګر ټول عملیات آل مکتوم ته ولیږدول شي.

د آل مکتوم هوايي ډګر به د ټرمینل ۴۰۰ دروازې او پېنځه ځغاست‌لیکې هم ولري.

د دوبۍ د اماراتو دولتي هوايي شرکت رییس شیخ احمد بن سعید آل مکتوم ویلي: دا هوايي ډګر به د اماراتو او د هغه د خور د لږ لګښت لرونکي هوايي شرکت فلای دوبۍ نوی کور وي او د ټولو هوايي شرکتونو له شریکانو سره، چې نړۍ له دوبۍ سره نښلوي؛ مل پاتې شي.

د دوبۍ د میډیا دفتر او د دوبۍ د هوایي ډګرونو اجرائیوي رییس پاول ګریفیټس څرګنده کړې؛ دا هڅه په نړۍ کې د هوایي چلند د مخکښ مرکز په توګه د دوبۍ موقعیت نور هم پیاوړی کوي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!