Connect with us

تازه خبرونه

پاکستاني تورونه بې‌اساسه دي؛ د ستونزو حل په تفاهم کې دی – اسلامي امارت

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت ویلي؛ اسلامي امارت د ستونزو حل په تفاهم، متقابل درناوي او رښتینې همکارۍ کې ویني، نه په تورونو، احساساتي دریځونو او ګواښونو کې.

خپور شوی

د

د افغانستان اسلامي امارت د ویاند مرستیال د پاکستانيو چارواکو وروستۍ څرګندونې، چې ګواکې په افغانستان کې د بریدونو د طرحې ادعا په کې شوې، بې‌بنسه بللې او رد کړې یې ده.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت ویلي؛ اسلامي امارت د ستونزو حل په تفاهم، متقابل درناوي او رښتینې همکارۍ کې ویني، نه په تورونو، احساساتي دریځونو او ګواښونو کې.

فطرت د اسلامي امارت دریځ یو ځل بیا څرګندوي او وایي؛ د افغانستان له خاورې به د هیڅ هېواد پر ضد استفاده ونه‌شي او هیچا ته به هم اجازه ورنه کړ شي، چې په‌خپلو فعالیتونو د سیمې امنیت او ثبات ته زیان ورسوي.

دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې پر ورځ اعلان وکړ، چې په اسلام‌آباد کې یې د افغانستان شارژدافیر سردار احمد شکیب ورغوښتی او د خیبر پښتونخوا ایالت د بنو ولسوالۍ د پولیسو پر پوسته یې د برید پر تړاو خپل اعتراضي لیک ورسپارلی دی.

پاکستان ادعا کړې، چې دغه برید په افغانستان کې طرحه شوی و.

دغه چاودنه د شنبې پر ماښام د خیبر پښتونخوا ایالت د بنو ولسوالۍ د فتح‌خېل په اړوند سیمه کې شوې وه، چې له کبله یې ۱۵ پولیس وژل شوي او څلور نور کسان د یوه ملکي وګړي پر ګډون ټپیان دي.

تازه خبرونه

تاجکستان افغانستان ته د برښنا د صادراتو د زیاتولو ډاډ څرګند کړ

د افغانستان برښنا شرکت عمومي اجرائیوي رییس عبدالحق همکار او د تاجکستان د برښنا شرکت« برق تاجیک» رییس محمدعمر آسوزاده په دې لیدنه کې افغانستان ته د واردېدوونکې برښنا د زیاتوالي، د لېږد مزیو د پراختیا، د برښنا کیفیت او ولټاژ د ښه‌والي او د پانګونې او تخنیکي همکاریو په اړه خبرې وکړې.

Published

on

تاجکستان افغانستان ته د برښنا د صادراتو د کچې د زیاتولو لپاره خپل چمتووالی څرګند کړی او وایي، چې د ۵۰۰ کیلوولټ برښنا لېږد مزي د جوړولو پلان هم لري.

د افغانستان برښنا شرکت عمومي اجرائیوي رییس عبدالحق همکار او د تاجکستان د برښنا شرکت« برق تاجیک» رییس محمدعمر آسوزاده په دې لیدنه کې افغانستان ته د واردېدوونکې برښنا د زیاتوالي، د لېږد مزیو د پراختیا، د برښنا کیفیت او ولټاژ د ښه‌والي او د پانګونې او تخنیکي همکاریو په اړه خبرې وکړې.

دواړو لوریو پرېکړه کړې، چې تخنیکي او سوداګریز ټیمونه به خپلې خبرې روانې وساتي او د همکاریو د پراختیا لپاره به عملي پایلې ته ورسېږي.

 

Continue Reading

تازه خبرونه

په هلمند کې له ځانګړي ۱۴ کلن کورني بند څخه یوه ښځه وژغورل شوه

د هلمند والي ویاند محمد قاسم ریاض ویلي، دغه ښځه د کشفي معلوماتو پر بنسټ د کوپکې په اړوند سیمه کې موندل شوې، چې پر زنځیرونو تړل شوې وه.

Published

on

د هلمند سیمه‌ییزو چارواکو ویلي، یوه ښځه د دغه ولایت په ګرمسېر ولسوالۍ کې له ۱۴ کلن کورني بند څخه د امنیتي ځواکونو د ګډو عملیاتو په لړ کې ژغورل شوې ده.

د هلمند والي ویاند محمد قاسم ریاض ویلي، دغه ښځه د کشفي معلوماتو پر بنسټ د کوپکې په اړوند سیمه کې موندل شوې، چې پر زنځیرونو تړل شوې وه.

د نوموړي د څرګندونو له مخې، ژغورل شوې ښځه د روغتیايي خدمتونو د ترلاسه کولو لپاره روغتون ته لېږدول شوې ده.

د پېښې په تړاو څلور کسان، چې د دغې ښځې پلار او درې وروڼه هم په کې دي؛ نیول شوي دي.

ویل کیږي، چې د پېښې په اړه څېړنې روانې دي او د څېړنو له بشپړېدا وروسته به قضیه د قانوني اقداماتو لپاره اړوندو ادارو ته وسپارل شي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د علماوو شورا لایحه په رسمي جریده کې خپره شوه

د یادې لایحې له مخې، د علماوو شورا جوړښت، واکونه، مسوولیتونه او دندې د اسلامي نظام په چوکاټ کې تنظیم شوې دي. لایحه یوه سریزه، دوه بابونه، دوه فصلونه او ۲۲ مادې لري.

Published

on

د عدلیې وزارت ویلي: د افغانستان د علماوو شورا هغه لایحه، چې د اسلامي امارت د مشر له‌خوا جوړه او صادره شوې؛ په رسمي جریده کې خپره شوې ده.

د یادې لایحې له مخې، د علماوو شورا جوړښت، واکونه، مسوولیتونه او دندې د اسلامي نظام په چوکاټ کې تنظیم شوې دي. لایحه یوه سریزه، دوه بابونه، دوه فصلونه او ۲۲ مادې لري.

د لایحې له مخې، په ولایتونو او ولسوالیو کې د علماوو شورا لپاره رییس، مرستیال، اداري مسوول او مالي مسوول ټاکل کېږي او نور غړي هم د اړتیا له مخې ټاکل کېدی شي.

په لایحه کې راغلي، چې د علماوو شورا غړي باید د دیني علومو عالمان یا په خپله سیمه کې منل شوي شخصیتونه وي، صالح، دیندار او امانت‌ساتونکي واوسي او په شرعي علومو او ټولنیزو چارو کې کافي پوهه او بصیرت ولري.

د اسلامي امارت دفاع او ساتنه، خلکو ته د شرعي نظام د اړتیا په اړه پوهاوی ورکول، د اسلامي نظام د دفاع احساس پیاوړی کول، د مسوولانو د فعالیتونو او چلندونو سمون، د خلکو او مسوولانو ترمنځ د باور رامنځته کول، د نوي نسل د عامه پوهاوي زیاتول او له امارتي ادارو سره همکاري د دې شورا له مهمو مسوولیتونو څخه بلل شوي دي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!