Connect with us

تازه خبرونه

له امریکا سره د پاکستان دوه‌ګونی سیاست ۴۰ کلنه مخینه لري – زلمی خلیل‌زاد

خلیلزاد په خپل پیغام کې ویلي، چې د پاکستان پوځي مشران د امریکا او ایران ترمنځ د خبرو آسانولو او د ډونالډ ټرمپ سره په نږدې کېدا کې رول لرلی؛ خو راپورونه ښيي، چې ځینو ایرانیو پوځي الوتکو ته اجازه ورکړ شوې، چې د امریکا احتمالي بریدونو مخنیوي لپاره په یوه پټه پاکستانۍ پوځي اډه کې ځای پر ځای شي.

خپور شوی

د

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد تازه ویلي: که راپورونه سم وي، چې پاکستان د ایران ځینو پوځي الوتکو ته پټه پناه ورکړې؛ نو دا د تعجب وړ نه‌ده، ځکه پر وینا یې اسلام‌آباد په تېرو څلور لسیزو کې له امریکا سره هم‌مهاله همکاري لرلې او پر ضد یې هم عمل کړی دی.

خلیلزاد په خپل پیغام کې ویلي، چې د پاکستان پوځي مشران د امریکا او ایران ترمنځ د خبرو آسانولو او د ډونالډ ټرمپ سره په نږدې کېدا کې رول لرلی؛ خو راپورونه ښيي، چې ځینو ایرانیو پوځي الوتکو ته اجازه ورکړ شوې، چې د امریکا احتمالي بریدونو مخنیوي لپاره په یوه پټه پاکستانۍ پوځي اډه کې ځای پر ځای شي.

هغه زیاته کړې، چې د پاکستان دا دوه‌ګونی سیاست نوی نه‌دی.

خلیلزاد ویلي: پاکستان په تېرو وختونو کې هم امریکا ته ډاډ ورکړی و، چې د اتومي وسلو د جوړولو هیله نه‌لري؛ خو خپل اتومي پروګرام یې روان وساته.

دې امریکایي پخواني چارواکي دا هم ویلي، چې پاکستان د سپټمبر له یوولسمې پېښې وروسته له یوې‌خوا له امریکا سره په افغانستان کې همکاري کوله او له بلې‌خوا یې د هغو ډلو ملاتړ کاوه، چې د امریکایي ځواکونو پر ضد په جګړه کې ول.

خلیلزاد همدارنګه د اسامه بن لادن د شتون یادونه کړې او څرګندوي؛ د القاعدې دا مشر د پاکستان د یوه پوځي مرکز په نږدې کې کلونه پټ و، چې د امریکا ځانګړو ځواکونو پر نښه کړ.

دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان بهرنیو چارو وزارت په ایکس‌پاڼه هغه راپور رد کړ، چې ویلي یې وه د نور خان په هوايي اډه کې ایراني الوتکې موجودې دي.

تازه خبرونه

د افغانانو د پناه غوښتنې په دوسیو کې ۴۰ سلنه تېروتنې شوي – د امریکا کورني امنیت وزارت

د یاد وزارت د څرګندونو له مخې؛ د کورني امنیت وزارت د ځانګړي پلټونکي دفتر د دغو دوسیو د ارزونې بهیر څېړلی او ښیي؛ په ځینو مواردو کې یې د غوښتونکو د مستعارو نومونو له پېژندلو او هغو معلوماتو سره د سمون فرصت له لاسه ورکړ شوی، چې د هغوی د پناه غوښتنې پر شرایطو برابرېدو اغېز کولی شو.

Published

on

د امریکا کورني امنیت وزارت ویلي: د هغو افغانانو د پناه غوښتنې د دوسیو د ارزونې په بهیر کې، چې د «متحدینو د هرکلي عملیات» پروګرام له لارې امریکا ته تللي؛ په سلو کې ۴۰ تېروتنې شوې دي.

د یاد وزارت د څرګندونو له مخې؛ د کورني امنیت وزارت د ځانګړي پلټونکي دفتر د دغو دوسیو د ارزونې بهیر څېړلی او ښیي؛ په ځینو مواردو کې یې د غوښتونکو د مستعارو نومونو له پېژندلو او هغو معلوماتو سره د سمون فرصت له لاسه ورکړ شوی، چې د هغوی د پناه غوښتنې پر شرایطو برابرېدو اغېز کولی شو.

د امریکا کورني امنیت وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي: د« متحدینو د هرکلي عملیات» پروګرام د جو بایډن په حکومت کې رامنځته شو او په ۲۰۲۳ز.کال کې له یوې حقوقي دعوې وروسته؛ د امریکا د تابعیت او کډوالۍ خدمتونو ادارې ته دنده وسپارل شوه، چې د دغه پروګرام ۹۰ سلنه د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه په ۱۵۰ ورځو کې وڅېړي.

د امریکا د کورني امنیت وزیر مارک‌وین مولین د دې پروګرام د پلي کېدا پر څرنګوالي نیوکه کړې او څرګندوي:« که ان یو خطرناک مجرم یا ترهګر هم زمونږ هېواد ته داخل شي، د ګڼ‌شمېر امریکایانو ژوند له ګواښ سره مخ کېږي.»

دغه وزارت په امریکا کې د څو افغان وګړو نیول کېدا ته هم نغوته کړې او وایي؛ ځینې هغه کسان، چې د دغه پروګرام له لارې امریکا ته تللي وه، وروسته د جنایي جرمونو یا ملي امنیت اړوند تورونو په تړاو نیول شوي دي.

له دې سره د امریکا د کورني امنیت وزارت د ځانګړي پلټونکي دفتر په پخوانیو راپورونو کې هم له افغانستان څخه د لېږدول شویو کسانو په اړه د منفي معلوماتو د پېژندلو او ارزونې په بهیر کې له نیمګړتیاوو خبر ورکړ شوی و.

Continue Reading

تازه خبرونه

تاجکستان افغانستان ته د برښنا د صادراتو د زیاتولو ډاډ څرګند کړ

د افغانستان برښنا شرکت عمومي اجرائیوي رییس عبدالحق همکار او د تاجکستان د برښنا شرکت« برق تاجیک» رییس محمدعمر آسوزاده په دې لیدنه کې افغانستان ته د واردېدوونکې برښنا د زیاتوالي، د لېږد مزیو د پراختیا، د برښنا کیفیت او ولټاژ د ښه‌والي او د پانګونې او تخنیکي همکاریو په اړه خبرې وکړې.

Published

on

تاجکستان افغانستان ته د برښنا د صادراتو د کچې د زیاتولو لپاره خپل چمتووالی څرګند کړی او وایي، چې د ۵۰۰ کیلوولټ برښنا لېږد مزي د جوړولو پلان هم لري.

د افغانستان برښنا شرکت عمومي اجرائیوي رییس عبدالحق همکار او د تاجکستان د برښنا شرکت« برق تاجیک» رییس محمدعمر آسوزاده په دې لیدنه کې افغانستان ته د واردېدوونکې برښنا د زیاتوالي، د لېږد مزیو د پراختیا، د برښنا کیفیت او ولټاژ د ښه‌والي او د پانګونې او تخنیکي همکاریو په اړه خبرې وکړې.

دواړو لوریو پرېکړه کړې، چې تخنیکي او سوداګریز ټیمونه به خپلې خبرې روانې وساتي او د همکاریو د پراختیا لپاره به عملي پایلې ته ورسېږي.

 

Continue Reading

تازه خبرونه

په هلمند کې له ځانګړي ۱۴ کلن کورني بند څخه یوه ښځه وژغورل شوه

د هلمند والي ویاند محمد قاسم ریاض ویلي، دغه ښځه د کشفي معلوماتو پر بنسټ د کوپکې په اړوند سیمه کې موندل شوې، چې پر زنځیرونو تړل شوې وه.

Published

on

د هلمند سیمه‌ییزو چارواکو ویلي، یوه ښځه د دغه ولایت په ګرمسېر ولسوالۍ کې له ۱۴ کلن کورني بند څخه د امنیتي ځواکونو د ګډو عملیاتو په لړ کې ژغورل شوې ده.

د هلمند والي ویاند محمد قاسم ریاض ویلي، دغه ښځه د کشفي معلوماتو پر بنسټ د کوپکې په اړوند سیمه کې موندل شوې، چې پر زنځیرونو تړل شوې وه.

د نوموړي د څرګندونو له مخې، ژغورل شوې ښځه د روغتیايي خدمتونو د ترلاسه کولو لپاره روغتون ته لېږدول شوې ده.

د پېښې په تړاو څلور کسان، چې د دغې ښځې پلار او درې وروڼه هم په کې دي؛ نیول شوي دي.

ویل کیږي، چې د پېښې په اړه څېړنې روانې دي او د څېړنو له بشپړېدا وروسته به قضیه د قانوني اقداماتو لپاره اړوندو ادارو ته وسپارل شي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!