سیمه ییز خبرونه

د پلازمېنې كابل په گډون په څلور ولايتونو كې پېنځه مسلخونه جوړيږي- رحيمي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د كرنې او مالدارۍ وزارت د پلازمېنې كابل په گډون څلور ولايتونو كې  كې پېنځه مسلخونه جوړوي.

د كرنې وزير محمد آصف رحيمي د دغه تړون د لاسليك كولو پرمهال وويل، چې:

په دې مسلخونو كې به د څارويو د ساتلو، معاينه كولو او له حلالولو مخكې د اړينو امكاناتو برابرولو آسانتياوې موجودې وي او په جوړيدو به يې لسگونه افغانانو ته د كار زمينه برابره شي.

په دې اړه حبيب الله بختيال د آريانا راډيو – ټلويزيون خبريال څرگندوي، چې د كرنې او مالدارۍ وزيرمحمد آصف رحيمي د دوگوس ميكناى په نوم د يو تركي شركت  له مشر سره د ۱۹،۵ ميليون ډالرو په ارزښت د پېنځه مسلخونو جوړولو تړون لاسليك كړ.

نوموړي د دغه تړون د لاسليكولو پرمهال وويل،  چې:

د آسيا پرمختيايي بانك د كرنې په برخه كې د بنسټيزو پروژو د پلي كولو او كرنيزو محصولاتو ته د بازار موندنې په اړه ۳۰ ميليون ډالر مرسته كړې، چې ۱۹،۵ ميليون ډالره به يې د مسلخونو په جوړول ولگيږي. له دغو پېنځه مسلخونو څخه به دوه د كابل په ريشخورو او بگراميو كې او پاتې نور به يې په كندز، بلخ او هرات ولايتونو كې د ۱۵مياشتو په موده كې جوړشي.

رحيمي زياته كړه، چې:

هريو مسلخ به په يو وخت كې د پېنځه سوه پسونو، سل  غواگانو او ميښو د حلالولو وړتيا ولري او په دې مسلخونو كې به نوموړي څاروي معاينه كيږي او وروسته له حلالولو به يې غوښه هم معاينه كيږي. په دې كار به څرگنده شي، چې غوښه د پروسس وړ ده او كه نه.

د رحيمي په وينا:

په دې مسلخونو كې د څاروي له حلالولو وروسته په مسلخ كې د شته عصري وسايلو پر مټ به د څاروي له وينې، پوستكي، كولمو او هډوكو هم استفاده وشي.

رحيمي زياته كړه، چې:

له دې وروسته به په ښاركې د قصابۍ دوكانونه  د پاكوالې لپاره شيشه خانې ولري،  چې په دې اړه دوى له ښاروالۍ سره يو ځاى كار كوي.

د دغو مسلخونو د جوړولو لپاره تړون په داسې حال كې لاسليك كيږي، چې اوس هم د هېواد په گڼ شمېر ولايتونو كې د څارويو د حلالونې لپاره د مسلخونو د نشتوالي پر لامل خلك له گڼو ستونزو سره مخ دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Trending

Exit mobile version