تازه خبرونه
د پنجشېر زمردو نړیوالو بازارونو ته لار وموندله – محمدآغا حکیم
د پنجشیر د اطلاعاتو او کلتور ریاست د خبرپاڼې له مخې؛ د زمردو د رسمي داوطلبۍ په نهم پړاو کې د دې ولایت له کانونو څخه استخراج شوي ۲ زره ۵۳۹ قیراط زمرد داوطلبۍ له لارې د ۳۴۷ زره ۸۵۰ امریکایي ډالرو پر ارزښت وپلورل شول.
د پنجشېر والي محمد آغا حکیم وايي، چې د دې ولایت ښه کیفیت لرونکي زمرد توانیدلي، چې افغانستان له نړیوالو بازارونو سره ونښلوي او د کورنیو او بهرنیو پانګوالو پام ځانته راواړوي.
د پنجشیر د اطلاعاتو او کلتور ریاست د خبرپاڼې له مخې؛ د زمردو د رسمي داوطلبۍ په نهم پړاو کې د دې ولایت له کانونو څخه استخراج شوي ۲ زره ۵۳۹ قیراط زمرد داوطلبۍ له لارې د ۳۴۷ زره ۸۵۰ امریکایي ډالرو پر ارزښت وپلورل شول.
د دې داوطلبۍ بهیر د چینایي سوداګر “لیون” په ګډون د ملي او نړیوالو سوداګرو او د اړوند ادارو د استازو په پراخ شتون کې روڼ ترسره شو.
استخراج شوي زمرد د څارونکي بورډ په شتون کې له ارزونې او بسته بندۍ وروسته داوطلبۍ ته وړاندې شول، چې د پلور بهیر یې روڼ، باوري او ډاډمن و.
د پنجشېر زمرد، چې د خپل سیمهییز کیفیت له کبله ښه نوم لري؛ په وروستیو کلونو کې د افغانستان د یو له خورا ارزښتناکو طبیعي شتمنیو په توګه وړاندې شوي دي.
د دې شنې ګران بیې ډبرې د نړیوال کولو هڅې روانې دي او هیله ده، چې دا صنعت به د اقتصادي ودې لپاره یوه نوې کړکۍ پرانیزي او افغانستان به نړیوالو بازارونو ته وروپېژني.