تازه خبرونه
د پوروړيو ملکیتونه به وپلورل شي – د افغانستان برښنا شرکت
د افغانستان برښنا شرکت څرګنده کړې: که پور ورکوونکي خپل پورونه ادا نکړي، شرکت به اړ شي، چې ملکیتونه یې ضبط او وپلوري.
برښنا شرکت وايي له سیاسیونو او زورواکانو څخه د برښنا د پورونو د ترلاسه کولو میکانیزم یې جوړ کړی او د ریس الوزرا له منظورۍ وروسته عملي کېږي.
د برښنا شرکت مسوولینو ويلي؛ د دوی د ټولو پورونو کچه ۲۶ میلیارد افغانیو ته رسېږي.
د دوی په خبره؛ د برښنا پورونو د راټولولو د کمیتي د کار له پیل راپدیخوا ٣٢٩ کسان، چې سیاسیون او زورواکي هم په کې دي؛ مشخص کړي او ۳۳ یې د خپلو پورونو د ورکړې لپاره چمتووالی ښودلی دی.
د افغانستان برښنا شرکت مسوولینو ويلي؛ په کابل کې ې څه باندې ۶۰۰ میلیون و دوه لکه ۱۴زره افغانۍ پورونه راټولې کړي.
دوی زیاتوي، چې د هېواد په پېنځه لویو زونونو کې، چې صنعتمکارن او زورواکي هم په کې دي؛ تر اوسه ۶۷۵ میلیون افغانۍ پورونه راټول کړي.
د برښنا شرکت ویاند حکمت الله میوندي وایي: مونږ هڅه کوو، چې پر کابل سربېره د افغانستان په نورو ولایتونو کې د پورونو د راټولولو کمیته فعاله کړو، چې وکولی شو هېواد ته د وارېدونکي برښنا پورونه پخپل وخت ادا کړو.
د افغانستان برښنا شرکت مسوولین وايي؛ په راتلونکي ژمي کې هېوادوالو ته د منظمې برښنا رسولو لپاره تدابیر نیول شو او تراوسه پورې د برښنا شرکت کومه نوي تعروفه هم نده وضعه کړې.
د برښنا شرکت د سوداګریز ریاست مرستیال میرویس عطايي وایي: په بېلونو کې بدلونونه راغلي؛ خو په تعروفو کې کوم توپیر ندی راغلي. تعرفي د کټګوريو په بڼه لوړیږي، چې له لګښت سره تړاو لري.
د برښنا شرکت مسوولینو د برښنا له درکه ټولو پوروړیو سیاسیونو او زورواکو ته خبر ورکړی؛ که دوی خپل پورونه ورنکړي اړ دي، چې جایدادونه یې خرڅ او وپلوري.
د برښنا شرکت مسوولینو که څه هم د کوم زورواکي او چارواکي نوم وانخیست؛ خو وایي، چې دوی د پورونو ترلاسه کولو ته پوره لیوالتیا لري.