تازه خبرونه
د پوهنتونونو د ښوونیز نصاب د بیاکتنې بهیر پیل شو – د لوړو زدکړو وزارت
د اسلامي امارت د لوړو زدکړو وزارت ویلي، چې د شته ښوونیز نصاب له بیاکتنې سره به دغه تعلیمي نصاب د اسلامي امارت له اصولو او نړیوالو معیارونو سره برابر شي.
د لوړو زدکړو وزارت څرګنده کړې؛ په هېواد کې د پوهنتونونو د تدریسي نصاب پر تعدیل کار روان دی او دغه وزارت د پوهنتونونو د تدریسي نصاب بیا کتنه یوه اړینه موضوع ګڼي.
د لوړو زدکړو وزیر ندا محمد ندیم ويلي، چې د بېلابېلو نصابونو شتون د پوهنې نظام ګډوډ کړى. اوس هڅه کوي، چې علمي واحد نصاب له نړيوالو علمي معيارونو، ملي او ديني ارزښتونو سره برابر کړي. تر اوسه د ژورنالیزم او ټولنیزو علومو نصاب ته بیاکتنه شوې ده.
په دې اړه د لوړو زده کړو وزیره ندا محمد ندیم وايي: د مسلې یو اړخ دا دی، چې مونږ د نصاب په اړه کار کوو؛ځکه، چې زدکوونکي باید په داسې ډول زدکړې وکړي، چې د ژبني مهارتونه ترلاسه کړي او خپل مسوولیتونه په سمه توګه ترسره کړي.
د لوړو زدکړو وزارت علمي مرستیال لطف الله خیرخواه هم ویلي: دا، چې د خلکو فکر څنګه اغېزمن شو؟ خلک څنګه له حساسو مسلو لرې او بې پروا وساتل شول؟ کوچني مسایل څنګه لوی شول؟ څنګه لوی مسایل کوچني شول او خلک په اسانه ترې تېرېدل؟
د پوهنتونونو یو شمېر استادان د هېواد د پوهنتونونو د نصاب د ارزونې او معیاري کېدو تر څنګ غواړي، چې پوهنتونونه او ښوونځي د نجونو پر مخ پرانیستل شي او وايي، چې افغانستان باید د پوهنې په برخه کې شاته پاتې نشي.
د لوړو زدکړو وزارت د پوهنتونونو د بېلابېلو څانګو پر نصاب بیا کتنه کوي، په دې وروستیو کې د لوړو زدکړو وزارت د نجونو د زدکړو بهیر وځنډاوه. اوس هیله دا ده، چې د نصاب بیا کتنه د دغه تعلیق د لغو کولو لپاره لار اواره او وکولی شي له نوي نصاب سره خپلې زدکړې روانې وساتي.
