سیمه ییز خبرونه
د پکتيکا امنيتي ځواکونه به په درندو وسلو سمبال كړو
د ملي دفاع وزارت د ځمکنيو ځواکونو مشر جنرال مراد علي مراد پکتيکا ولايت ته د خپل سفر پر مهال وويل، چې پکتيکا د ستراتيژيک موقعيت له پلوه دوی ته خورا ارزښت لري او هڅه به وکړي، چې د دغه ولايت امنيتي ځواکونه په نورو درندو وسلو هم سمبال کړي.
د پکتيکا ځايي چارواكو له ورغلي پلاوي څخه د سيمه ييزو پوليسو د زياتيدو غوښتنه وکړه.
له ملي دفاع وزارت څخه پكتكيا ولايت ته رسيدلي پلاوي، چې مشري يې د ځمکنيو ځواکونو مشر ډگرجنرال مراد علي مراد کوله د خپل سفر په لړ کې د دغه ولايت له ملکي او پوځي چارواكو سره د ليدنې پر مهال وويل، چې پکتيکا د ستراتيژک موقعيت له پلوه مهم دى؛ ځكه هڅه كوي، چې پدغه ولايت كې امنيتي ځواکونه له شته امكاناتو سره سره په نورو درندو وسلو هم سمبال کړي.
نوموړي د پکتيکا اوسنی امنيتي وضعيت هم ډاډمن وباله او د سرحدونو په ساتنه كې يې د سيمه ييزې ادارې هڅې وستايلې.
د پکتيکا والي محب الله صميم وويل، چې ولس ورسره تر ډېره بريده ملگرى دى او په هره برخه کې مرسته کوي؛ ځكه، خو ښې لاسته راوړنې لري.
ده زياته كړه كه دولت نور هم د ولس خلاصون غواړي؛ نو پدغه ولايت كې دې سيمه ييز پوليس نور هم ډېر كړي.
نوموړي زياته كړه:
دمگړۍ په پکتيکا کې نږدې دوه زره سيمه ييز پوليس له زده کړو وروسته په اته ولسواليو کې پر دندو گمارل شوي، چې ښه نتيجه يې ورکړي ده.
پکتيکا د هېواد په جنوب ختيځ كې پروت پراخ سرحدي ولايت دی، چې له جنوبي او شمالي وزيرستان سره او ږده گډه پوله لري او په دې وروستيو کې دغه ولايت ته د افغان امنيتي ارگانونو پاملرنه يو څه زياته شوې ده.
