تازه خبرونه

د ځانګړیو ځواکونو لومړۍ دوره د ملي دفاع د وزیر په حضور کې فارغه شوه

Published

on

(Last Updated On: وری ۳, ۱۴۰۲)

د افغانستان اسلامي امارت د ملي دفاع وزارت چارواکو نن (پنجشنبه د وري درېیمه) خبر ورکړ، چې د ملي دفاع وزارت اړوند ځانګړیو ځواکونو قومندانۍ له لومړۍ دورې څخه ۴۸۵ تنه مجاهدین له درې میاشتني عقیدوي، نظامي او مسلکي زده‌کړو وروسته په یو لړ شانداره مراسمو کې فارغ شول.

د فراغت دغه مراسم د ملي دفاع د وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد په شتون کې ترسره شول.

د ملي دفاع وزیر مجاهدینو ته په خطاب کې ویلي: ستاسې دغه ستړیاوې او تکلیفونه د یو لوی مقصد لپاره دي. هغه دا، چې د ګران هېواد پر پاکه خاوره شرعي نظام نافذ کړو او د اسلامي نظام پر وړاندې، چې هرڅوک بغاوت کوي؛ تاسې به یې مقابله کوئ.

محمد یعقوب د خپلو څرګندونو په یوه برخه کې داسې ډاډ څرګند کړ: ولس ته وایم، چې دغه ځانګړي ځواکونه ستاسو د سر، مال او عزت ساتنه کوي او مونږ هېچاته اجازه نه ورکوو، چې ستاسې خوشحالي در څخه واخلي. تر هغې، چې ژوندي یوو د ولس ساتنه به کوو.

دغه راز د ځانګړې قطعې مرستيال مولوي مختار احمد عمري هم له مسوولينو څخه د مننې ترڅنګ ډاډ ورکړ، چې په راتلونکي کې به له دې هم پیاوړی او قوي ځواک د اسلامي نظام او د هېواد د ملي حاکمیت د ساتنې لپاره وروزو.

Trending

Exit mobile version