تازه خبرونه

د ځینو افغانانو بېرته ستنول افغانستان ته شوني دي – د سویس محکمه

د سویس« اس‌دبلیو‌آی» رسنۍ د چارشنبې پر ورځ راپور ورکړی، چې محکمې د پرېکړې له صادرولو مخکې په افغانستان کې امنیتي او بشري وضعیت بیا ارزولی دی. محکمه دې پایلې ته رسېدلې، چې په ځینو مواردو کې د مناسبو فردي شرایطو لرونکو کسانو ایستل افغانستان ته قانوني کېدی شي.

Published

on

د سویس فدرالي اداري محکمې پرېکړه کړې، چې ځینې افغان پناه‌غوښتونکي د مناسبو فردي شرایطو پر لرلو افغانستان ته بېرته ستنېدلی شي. دا پرېکړه له هغې وروسته وشوه، چې محکمې د یوه افغان د ایستلو پر وړاندې د استیناف غوښتنه رد کړه.

د سویس« اس‌دبلیو‌آی» رسنۍ د چارشنبې پر ورځ راپور ورکړی، چې محکمې د پرېکړې له صادرولو مخکې په افغانستان کې امنیتي او بشري وضعیت بیا ارزولی دی. محکمه دې پایلې ته رسېدلې، چې په ځینو مواردو کې د مناسبو فردي شرایطو لرونکو کسانو ایستل افغانستان ته قانوني کېدی شي.

دا قضیه د یوه ځوان افغان وه، چې کاري سابقه لري او ویل شوي، چې په کابل کې د خپلې کورنۍ له ملاتړ څخه برخمن دی. د سویس د کډوالۍ ادارې د ۲۰۲۵ز.کال په وروستیو کې د هغه د پناه غوښتنه رد کړې وه او له نوموړي یې غوښتي وه، چې دغه هېواد پرېږدي.

د محکمې د څرګندونو له مخې، افغانستان ته د پناه‌غوښتونکو بېرته ستنول باید اوس هم محدود وي؛ خو په ځینو ځانګړو برخو کې او د هر یوه د فردي شرایطو له په پام کې نیولو سره د هغوی بېرته ستنول شوني دي.

Trending

Exit mobile version