سیمه ییز خبرونه
د څرخي پله زندان د زندانيانو لپاره د نشه يي توكو ډك بازار دى
د څرخي پله په زندان كې يو شمېر بنديان د دې مطلب په بيانولو سره وايي، ډېر كله د زندان ساتونكي بنديانو ته نشه يي توكي وروړي.
د عامې روغتيا وزيرې د چهارشنبې په ورځ ( د لړم ۱۷ ) د كابل په څرخي پله زندان كې د روغتيايي خدمتونو څرنگوالى وكوت.
د عامې روغتيا وزيره ثريا دليل وايي:
په زندان كې د روغتيايي خدمتونو د وړاندې كولو په برخه كې يو لړ ستونزې شته، خو په راتلونكو درېيو كلونو كې د دې ستونزې د حل په موخه په بودجه كې ځانگړې پېسې په پام كې ندي نيول شوې.
په همدې وخت كې يو شمېر زندانيان كه څه هم له روغتيايي خدمتونو خوښ دي، خو وايي په زېاته اندازه د نشه يي توكو د پلورلو له امله په نشه يي توكو روږدي شوي دي.
دا بنديان وايي، تر بندي كېدو وروسته يې نشې ته مخه كړې ده، هغه ادعا، چې پدې زندان كې يې يو موظف ډاكټر هم تاييدوي.
د زندانونو عمومي رييس امير محمد جمشېدي هم دا ستونزه مني، خو وايي، دا خپله د بنديانو كار دى نه د ساتونكو.
دا لومړى ځل ندى، چې بنديان وايي، په زندان كې نشه يي توكي پلورل كېږي، تر دې وړاندې لوړ پوړو حكومتي چارواكو هم د هېواد په ځينو زندانونو كې د دې ستونزې د موجوديت يادونه كړې وه.