Connect with us

تازه خبرونه

د چارو عمومي ریاست فرهنګي او ټولنیز مشر د افغانستان د خبريالانو له استازو سره وکتل

خپور شوی

د

د چارو عمومي ریاست د څرګندونو له مخې؛ په دې غونډه کې د دې بنسټ فرهنګي او ټولنيز مشر مولوي محمد اسحاق اخوندزاده د خبريالانو د اتحاديې مشر او د ولايتونو استازو سره په خبرو کې ويلي: اسلامي نظام د يووالي او پيوستون له کبله تلپاتې هڅې کوي او هیله لري، چې خبریالان پخپل قلم او ژبه له دې نظامه ملاتړ وکړي.

دغه راز په دې ناسته کې د افغانستان د خبريالانو اتحاديې عمومي ریيس حفيظ الله بارکزي د دې اتحاديې د تاريخ او د هغې د شل کلنو هڅو په اړه په بېلابېلو موضوعاتو خبرې وکړې او څرګندوي: د رسنيو سقوط، د خبريالانو او ډله ييزو رسنيو د کارکوونکیو وضعيت ښيي، چې په تېرو دوه لسيزو کې دولتونو او بهرنيو مرستندويانو د ذوق، اړيکو او معرفتونه پر بنسټ عمل کړى. که مرستې د معيارونو پر بنسټ شوې واى؛ نو نن به د رسنيو د زوال شاهدان نه‌وو.

حفیظ الله بارکزی زیاته کړې : په اوسنیو شرایطو کې خبریالان او د رسنیو کارکوونکي د پراخې بې‌وزلۍ شاهدان دي.

د کاپيسا ولايت د خبريالانو د اتحاديې مشر پوهنمل يحيى رحیل، د شمال ختيځ زون مسوول او د تخارولایت د خبریالانو اتحادیی مشر سيدياسين دهزاد، د لويديځ زون مسوول او د هرات ولایت د خبريالانو اتحادیی مشر حمیدالله کاکڔ، د جنوب لويديځ زون او د پکتيا ولايت د خبريالانو اتحاديې مشر نورولی ثابت احمد زي، د شمال زون او د بلخ ولایت د خبریالانو اتحادیې  استازي همراز امیری، د ختيځ زون استازي او د لغمان ولايت د ژورناليستانو اتحاديې مرستيال حفیظ الله محمدي د ولايتونو د خبريالانو د اقتصادي وضعیت په اڔه، اطلاعاتو ته د نه لاسرسي، د خبریالانو بې‌وزلۍ او د خبريالانو او د رسنيو د کارکوونکیو پر وړاندې پرتو ستونزو خبرې وکړې او  هر یو ویلي: مونږ د خبريالانو د اتحاديې  د عمومی ریيس حفیظ الله بارکزي ټولې خبرې تائيدوو، چي د هېواد د رسنیو دیتابیس یوناما ته  سپارل شوی؛ خو تر اوسه ځواب ورکړ شوی نه‌دی. ایا دوی پر بشري حقونو او قوانینو پر رښتیا تکیه کوي؟!                           

د خبریالانو د ستونزو د حل لپاره دوی وړاندیز وکړ، چې د اړمنو خبريالانو او د رسنيو د کارکوونکیو د مرستې لپاره بايد يو نوى صندوق جوړشي.                                                                                      

دغه راز دوی وغوښتل، چې د بیکارۍ د کمولو او د خبریالانو د کار موندلو لپاره دې د دولتي ادارو په نشراتي څانګو کې یو شمیر تکړه او مسوول خبریالان وګمارل شي.                                                                         

خبریلانو دا ټینګار هم وکړ، چې اطلاعاتو ته د نه لاسرسي او د خبریالانو پر وړاندې پرتې ستونزې دې ژر تر ژره حل شي.

ویل کیږي، چې مولوي محمد اسحاق اخوندزاده د اسلامي شريعت په چوکاټ کې له رسنيو څخه د ملاتړ ډاډ څرګند کړ او وایي، چې د خبريالانو ستونزې او غوښتنې به عالي مقام ته وړاندې کړي، چې اساسي حل ورته ولټول شي.

تازه خبرونه

د اسلامي امارت پلاوی په دوه‌یمه نړیواله ډیجیټلي غونډه کې د ګډون لپاره مسکو ته تلی

د ډیجیټلي حکومتولۍ عمومي ریاست رییس عبدالرحمن ساپی هم د دې پلاوي غړی دی.

Published

on

 

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت مالي او اداري مرستیال محمد امین جان عمري پر مشرۍ د اسلامي امارت یو پلاوی په دوه‌یمه نړیواله ډیجیټلي غونډه کې د ګډون لپاره د روسیې پلازمېنې مسکو ته تللی دی.

د ډیجیټلي حکومتولۍ عمومي ریاست رییس عبدالرحمن ساپی هم د دې پلاوي غړی دی.

ټاکل شوې، چې د بېلابېلو هېوادونو د دولتي ادارو استازي، د نړیوالو ټولنو استازي، د معلوماتي ټکنالوژۍ برخې څانګوال(متخصصان) او د خصوصي سکټور استازي په دې غونډه کې ګډون وکړي.

په غونډه کې به د ډیجیټلي ټکنالوژۍ پراختیا، ډیجیټلي حکومتولي، مصنوعي ځیرکتیا، سایبري امنیت، ډیجیټلي بېخبناوو او د هېوادونو ترمنځ د ټکنالوژۍ په برخه کې د همکاریو د پراختیا په اړه خبرې او د نظرونو تبادله وشي.

د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت پلاوی به په دې غونډه کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ په برخه کې د افغانستان د تجربو او لاسته راوړنو او د ډیجیټلي بدلون په برخه کې د ترسره شویو هڅو په اړه معلومات وړاندې کړي.

همدارنګه، ټاکل شوې د افغانستان پلاوی د غونډې په څنډه کې د بېلابېلو هېوادونو له استازو او د معلوماتي ټکنالوژۍ له اړوند ادارو سره دوه‌اړخیزې لیدنې ولري او د همکاریو د پراختیا په اړه خبرې وکړي.

دوه‌یمه نړیواله ډیجیټلي غونډه نن(پنجشنبه) په مسکو ښار کې پیلیږي او درې ورځې به روانه وي.

#آریانانیوز #افغانستان #مسکو #ډیجیټلي‌ټکنالوژي #مخابرات #معلوماتي‌ټکنالوژي

Continue Reading

تازه خبرونه

یو افغان وګړی د انلاین ځانمرګي برید د ګواښ پر تور مجرم وپېژندل شو

د راپورونو له مخې؛ نوموړي دا ګواښ د ۲۰۲۵ز. کال په نومبر کې د خواله رسنۍ د یوې ژوندۍ خپرونې پر مهال کړی و او د دغې وینا ځینې برخې وروسته په ټک‌ټاک او نورو خواله رسنیو کې خپرې شوې. امریکايي چارواکو د خلکو له راپورونو وروسته هغه وپېژاند او ویې نیوه. په داسې حال کې، چې د الکوزي د کور او ګرځنده ټیلیفون له پلټنې وروسته هېڅ ډول چاودېدونکي توکي یا د بم جوړولو وسایل موندل شوي نه‌دي.

Published

on

 

د امریکايي رسنیو د راپورونو له مخې؛ ۳۲ کلن افغان محمد داوود الکوزي د اوکټوبر پر شپږمه د ټکزاس ایالت په فورت‌ورټ فډرالي محکمه کې د ځانمرګي برید د ترسره کولو په اړه د انلاین ګواښیز پیغام د لېږلو پر تور پر خپل جرم اعتراف کړی دی.

د راپورونو له مخې؛ نوموړي دا ګواښ د ۲۰۲۵ز. کال په نومبر کې د خواله رسنۍ د یوې ژوندۍ خپرونې پر مهال کړی و او د دغې وینا ځینې برخې وروسته په ټک‌ټاک او نورو خواله رسنیو کې خپرې شوې. امریکايي چارواکو د خلکو له راپورونو وروسته هغه وپېژاند او ویې نیوه. په داسې حال کې، چې د الکوزي د کور او ګرځنده ټیلیفون له پلټنې وروسته هېڅ ډول چاودېدونکي توکي یا د بم جوړولو وسایل موندل شوي نه‌دي.

چارواکو ویلي، داسې شواهد یې هم  موندلي نه‌دي، چې نوموړي په رښتیا د برید د ترسره کولو نیت درلود.

الکوزی اوس د پېنځه کلونو له فډرالي بند، ۲۵۰ زره ډالرو جریمې او تر درې کلونو پورې قضايي څارنې سره مخ دی. د نوموړي د سزا د اعلان نېټه تر دې دمه ټاکل شوې نه‌ده.

Continue Reading

تازه خبرونه

په مسکو کې پر افغانستان او منځنۍ آسیا امنیتي غونډه جوړېږي

په دې غونډه کې به د منځنۍ آسیا او افغانستان امنیتي مسایل وڅېړل شي.

Published

on

د ډله‌ییز امنیت تړون ټولنې «سي‌اس‌ټي‌او» څرګنده کړې، چې د اوکټوبر پر پېنځلسمه او شپاړلسمه به په مسکو کې د دې ټولنې، د ګډو ګټو خپلواکو هېوادونو او د شانګهای همکاریو ټولنې د غړیو هېوادونو ګډه غونډه جوړه شي.

په دې غونډه کې به د منځنۍ آسیا او افغانستان امنیتي مسایل وڅېړل شي.

دغه راز د ډله‌ییز امنیت تړون ټولنه د ګډ امنیت شورا غونډه به د نومبر پر لسمه او یوولسمه په مسکو کې جوړه شي، چې په کې به د ډله‌ییز امنیت د نظام پیاوړتیا او د غړیو هېوادونو ترمنځ د امنیتي همکاریو پراختیا وڅېړل شي.

ټاکل شوې، چې په دې غونډه کې به د ډله‌ییز امنیت نظام د پیاوړتیا او د غړو هېوادونو ترمنځ د امنیتي همکاریو د پراختیا لپاره هم پرېکړې وشي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!