تازه خبرونه
د چارو عمومي ریاست فرهنګي او ټولنیز مشر د افغانستان د خبريالانو له استازو سره وکتل
د چارو عمومي ریاست د څرګندونو له مخې؛ په دې غونډه کې د دې بنسټ فرهنګي او ټولنيز مشر مولوي محمد اسحاق اخوندزاده د خبريالانو د اتحاديې مشر او د ولايتونو استازو سره په خبرو کې ويلي: اسلامي نظام د يووالي او پيوستون له کبله تلپاتې هڅې کوي او هیله لري، چې خبریالان پخپل قلم او ژبه له دې نظامه ملاتړ وکړي.
دغه راز په دې ناسته کې د افغانستان د خبريالانو اتحاديې عمومي ریيس حفيظ الله بارکزي د دې اتحاديې د تاريخ او د هغې د شل کلنو هڅو په اړه په بېلابېلو موضوعاتو خبرې وکړې او څرګندوي: د رسنيو سقوط، د خبريالانو او ډله ييزو رسنيو د کارکوونکیو وضعيت ښيي، چې په تېرو دوه لسيزو کې دولتونو او بهرنيو مرستندويانو د ذوق، اړيکو او معرفتونه پر بنسټ عمل کړى. که مرستې د معيارونو پر بنسټ شوې واى؛ نو نن به د رسنيو د زوال شاهدان نهوو.
حفیظ الله بارکزی زیاته کړې : په اوسنیو شرایطو کې خبریالان او د رسنیو کارکوونکي د پراخې بېوزلۍ شاهدان دي.
د کاپيسا ولايت د خبريالانو د اتحاديې مشر پوهنمل يحيى رحیل، د شمال ختيځ زون مسوول او د تخارولایت د خبریالانو اتحادیی مشر سيدياسين دهزاد، د لويديځ زون مسوول او د هرات ولایت د خبريالانو اتحادیی مشر حمیدالله کاکڔ، د جنوب لويديځ زون او د پکتيا ولايت د خبريالانو اتحاديې مشر نورولی ثابت احمد زي، د شمال زون او د بلخ ولایت د خبریالانو اتحادیې استازي همراز امیری، د ختيځ زون استازي او د لغمان ولايت د ژورناليستانو اتحاديې مرستيال حفیظ الله محمدي د ولايتونو د خبريالانو د اقتصادي وضعیت په اڔه، اطلاعاتو ته د نه لاسرسي، د خبریالانو بېوزلۍ او د خبريالانو او د رسنيو د کارکوونکیو پر وړاندې پرتو ستونزو خبرې وکړې او هر یو ویلي: مونږ د خبريالانو د اتحاديې د عمومی ریيس حفیظ الله بارکزي ټولې خبرې تائيدوو، چي د هېواد د رسنیو دیتابیس یوناما ته سپارل شوی؛ خو تر اوسه ځواب ورکړ شوی نهدی. ایا دوی پر بشري حقونو او قوانینو پر رښتیا تکیه کوي؟!
د خبریالانو د ستونزو د حل لپاره دوی وړاندیز وکړ، چې د اړمنو خبريالانو او د رسنيو د کارکوونکیو د مرستې لپاره بايد يو نوى صندوق جوړشي.
دغه راز دوی وغوښتل، چې د بیکارۍ د کمولو او د خبریالانو د کار موندلو لپاره دې د دولتي ادارو په نشراتي څانګو کې یو شمیر تکړه او مسوول خبریالان وګمارل شي.
خبریلانو دا ټینګار هم وکړ، چې اطلاعاتو ته د نه لاسرسي او د خبریالانو پر وړاندې پرتې ستونزې دې ژر تر ژره حل شي.
ویل کیږي، چې مولوي محمد اسحاق اخوندزاده د اسلامي شريعت په چوکاټ کې له رسنيو څخه د ملاتړ ډاډ څرګند کړ او وایي، چې د خبريالانو ستونزې او غوښتنې به عالي مقام ته وړاندې کړي، چې اساسي حل ورته ولټول شي.