تازه خبرونه
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس د IFRC له سیمهییز مشر او مل پلاوي سره وکتل
دغه راز په دې ناسته کې د IFRC سیمهییز مشر الکسانډر د افغانستان له خلکو او اړوند ادارو سره د مرستې ژمنه تازه کړه او څرګندوي؛ مونږ د افغانستان له اقلیمي بدلون له ننګونو څخه خبر یوو او دا خپل مسوولیت ګڼو، چې د طبیعي ناورینونو د خطرونو د کمښت، د ټولنیزو بېخبناوو د پیاوړتیا او د خلکو د چمتووالي لپاره له اړوند ادارو سره ګډ کار وکړو او اقلیم محوره پروژې پیاوړې کړي.
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې لوی رییس مطیعالحق خالص د سره صلیب او سرې میاشتې ټولتې نړیوال فډراسیون (IFRC) له سیمهییز مشر الکسانډر او د افغانستان لپاره د IFRC مسوول سمیع ته د هر کلي تر څنګ ویلي؛ افغانستان د اقلیمي بدلون له سختو اغېزو سره مخ دی.
د مطیعالحق خالص د څرګندونو له مخې؛ د وروستیو کلونو وچکالۍ، بې وخته سیلابونو او د طبیعي پېښو زیاتوالي دا ټولنه له جدي ګواښونو سره مخ کړې او په دې اړه د نړیوالو همکارو ادارو همکاریو ته اړتیا ده، چې ورسره د ظرفیت لوړونې، علمي تبادلې او دوامدارو ابتکاري پروژو له لارې له افغان حکومت سره اوږه پر اوږه کار وکړي.