Opinion

د چین د ۵ او ۱۵ کلنو پراختیايي پلانونه؛ د بريالیتوب رازونه او نړيوال درسونه

«لويې لاسته راوړنې د لويو شعارونو، بلکې د اوږدمهاله لیدلوري، منظم پلان، دوامدار کار او د پلان د عملي کولو له لارې رامنځته کېږي.»

Published

on

په معاصر نړیوال نظام کې د چین چټک اقتصادي، صنعتي، ټکنالوژیک او ټولنیز پرمختګ د نړۍ د ډېرو هېوادونو د پام وړ ګرځېدلی دی. هغه هېواد چې څو لسیزې وړاندې د پراخې بېوزلۍ، کمزوري صنعتي بنسټ او محدود نړیوال اقتصادي حضور له ستونزو سره مخ و، نن د نړۍ له مهمو اقتصادي او ټکنالوژیکو قدرتونو څخه شمېرل کېږي.

د چین د دې تحول تر شا یوازې اقتصادي منابع او لوی نفوس نه، بلکې یو منظم، اوږدمهاله او مرحل هوار پلان جوړوونکی نظام هم مهم رول لري. چین د خپل پرمختګ لپاره د پنځو کلونو پر بنسټ مشخص پلانونه جوړوي، خو د دې پلانونو تر شا یې د ۱۰، ۱۵ او حتی تر ۲۰۳۵ کال پورې اوږدمهاله ستراتیژیکې موخې هم ټاکلې دي.

د چین د بریالیتوب مهم درس دا دی چې هېوادونه باید یوازې د نن ورځې ستونزو ته ځواب ونه وایي؛ بلکې د راتلونکو

۱۵، ۲۰ او ۳۰ کلونو لپاره هم باید واضح لیدلوری ولري.

 د چین د پلان جوړونې فلسفه

د چین د پرمختیایي نظام اساسي ځانګړنه دا ده چې سترې موخې په کوچنیو او عملي پړاوونو وېشل کېږي. په بل عبارت ،چین د اوږدمهاله هدف لپاره لنډمهاله او منځمهاله پلانونه جوړوي.

د دې سیستم عمومي جوړښت داسې تشریح کېدای شي:

لومړی :اوږدمهاله ملي هدف ټاکل کېږي

دويم :د ۱۵ کلونو لپاره ستراتیژیک لیدلوری جوړېږي

درېیم :دا ستراتیژي په پنځه کلنو پلانونو وېشل کېږي

څلورم :د هر پنځه کلن پلان لپاره مشخص اقتصادي، ټولنیز، صنعتي او ټکنالوژیک اهداف ټاکل کېږي؛ پنځم :د پلان د عملي کېدو کچه په دوامداره توګه ارزول کېږي.

همدا تسلسل د چین د پلان جوړونې تر ټولو مهم قوت ګڼل کېږي. د حکومت بدلونونه د اساسي ملي اهدافو مسیر په بشپړه توګه نه بدلوي؛ بلکې هر نوی پړاو د پخوانیو لاسته راوړنو پر بنسټ جوړېږي.

د ۱۴م پنځه کلن پلان تجربه

د چین د ۱۴م پنځه کلن پلان دوره له ۲۰۲۱ څخه تر ۲۰۲۵ کال پورې وه. په دې دوره کې د اقتصادي ودې ترڅنګ ،ټکنالوژي، نوښت، شنه انرژي، صنعتي پرمختګ او د خلکو د ژوند د کیفیت لوړول د مهمو لومړیتوبونو په توګه مطرح شول.

د چین د رسمي اقتصادي معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې د دغه هېواد ناخالص کورني تولید شاوخوا ۱۴۰ ټریلیون یوانو ته رسېدلی او اقتصاد یې د کال په کچه پنځه سلنه وده کړې ده. د چین د رسمي ارزونې له مخې، د ۱۴م پنځه کلن پلان مهمې موخې په بریالیتوب سره بشپړې شوې دي(National Bureau of Statistics of China) .

د دې پلان مهمې ځانګړنې په لاندې برخو کې وې:

۱ .د ټکنالوژۍ او نوښت پراختیا

چین په دې پوه شوی چې د راتلونکي نړیوال رقابت اصلي میدان یوازې د تولید او صادراتو بازار نه دی؛ بلکې مصنوعي ځیرکتیا، نیمههادي چپس، فضایي ټکنالوژي، برقي موټرونه، بیټرۍ، روبوټیک او ډیجیټلي اقتصاد د راتلونکي قدرت اساسي عناصر دي.

له همدې امله، چین د کورني تحقیق، پوهنتونونو، څېړنیزو مرکزونو او صنعتي شرکتونو ترمنځ اړیکې پیاوړې کړې. د دې سیاست هدف دا دی چې چین په مهمو ټکنالوژیکو برخو کې پر بهرنیو منابعو لږ متکي شي.

۲ .د تولیدي صنعت پیاوړتیا

د چین د اقتصادي ماډل یوه مهمه ځانګړنه دا ده چې دغه هېواد یوازې د خدماتو پر اقتصاد تکیه نه کوي؛ بلکې تولیدي صنعت د خپل اقتصادي ځواک اساسي برخه ګڼي.

د ماشینونو، برقي موټرو، لمریزې انرژۍ، بیټریو، مخابراتي وسایلو او نورو صنعتي محصولاتو پراختیا د چین د نړیوال اقتصادي نفوذ مهم عوامل دي.

۳ .د زيربناوو پراخ پرمختګ

چین په تېرو څو لسیزو کې د سړکونو، رېل پټلۍ، بندرونو، هوایي ډګرونو، ښارونو او ډیجیټلي زیربناوو په برخه کې ستره پانګونه کړې ده.

د زیربناوو پراختیا نه یوازې د خلکو تګ راتګ او سوداګري اسانه کړې، بلکې د چین د بېلابېلو سیمو ترمنځ یې اقتصادي اړیکې هم پیاوړې کړې دي.

البته، د چین تجربه دا هم ښیي چې زیربنایي پانګونه باید د اقتصادي اړتیا، شفافې ارزونې او واقعي عاید پر بنسټ ترسره شي؛ ځکه بېځایه او له پورونو سره تړلې پروژې د اقتصادي فشارونو سبب کېدای شي.

د ۱۵ کلونو ستراتیژيک لیدلوری

د چین د اوږدمهاله پلان جوړونې یوه مهمه موخه تر ۲۰۳۵ کال پورې د هېواد د عصري کېدو د پروسې د پام وړ بشپړول دي.

د ۱۵ کلونو په دې لیدلوري کې څو اساسي اهداف شامل د ي:

* د اقتصاد او صنعت عصري کول

* د ساینس او ټکنالوژۍ په برخه کې ځا نبسیاینه

* د خلکو د ژوند د کیفیت لوړول

* د شنه او چاپېریالساتونکي پرمختګ پراختیا

* د ملي امنیت پیاوړتیا

* د تولیدي اقتصاد لوړ کیفیت

* د ټولنې د علمي او بشري ظرفیتونو پراختیا.

د ۲۰۲۶–۲۰۳۰ کلونو لپاره د چین د ۱۵م پنځه کلن پلان په لارښوونو کې د لوړ کیفیت اقتصادي پرمختګ، علمي او ټکنالوژیکي ځانبسیاینې، اصلاحاتو، د خلکو د ژوند د کیفیت لوړولو او ملي امنیت ته ځانګړی اهمیت ورکړل شوی دی.

د چین د بريالیتوب مهم عوامل

لومړی: اوږدمهاله لیدلوری

د چین یو له مهمو بریالیتوبونو څخه دا دی چې اقتصادي او ملي پرمختګ یې یوازې د یوه کال یا یوه حکومت د لنډمهاله برنامې په توګه نه دی تعریف کړی.

د ۵ کلونو پلانونه د ۱۵ کلونو ستراتیژۍ برخه دي، او ۱۵ کلنه ستراتیژي د لا اوږدمهاله ملي لیدلوري سره تړاو لري.

دويم: د دولت قوي ظرفیت

د لویو ملي پروژو عملي کول قوي دولتي ظرفیت ته اړتیا لري. چین د خپلو پلانونو د عملي کولو لپاره مرکزي ادارې ،محلي حکومتونه، صنعتي شرکتونه او څېړنیز بنسټونه په یوه پراخه منظمه شبکه کې سره نښلولي دي.

درېیم: د پلان او عمل ترمنځ اړيکه

د چین د پلان جوړونې مهم درس دا دی چې پلان یوازې د کاغذ پر مخ نه پاتې کېږي. د لویو موخو ترڅنګ مشخصې ادارې، بودیجې، پروژې او د تطبیق مهالوېش ټاکل کېږي.

همدا د پلان او عمل ترمنځ اړیکه د بریالیتوب لپاره اساسي اهمیت لري.

څلورم: د اصلاحاتو او ثبات توازن

چین هڅه کړې چې اقتصادي اصلاحات د سیاسي او ټولنیز ثبات له اړتیاوو سره یوځای پر مخ یوسي.

د چین د تجربې له مخې، اصلاحات هغه وخت دوامداره پایله ورکوي چې د اقتصادي ودې، ټولنیز ثبات او ملي لومړیتوبونو ترمنځ یو ډول توازن موجود وي.

پنځم: په بشري پانګ هونې تمرکز

هیڅ هېواد یوازې د طبیعي منابعو له لارې اوږدمهاله پرمختګ نه شي کولای. چین په پوهنتونونو، مسلکي زده کړو ،څېړنو او تخنیکي مهارتونو کې پراخه پانګونه کړې ده.

په نننۍ نړۍ کې د هېوادونو ترمنځ اصلي سیالي د طبیعي منابعو پر ځای د پوهې، نوښت او بشري ظرفیتونو پر سر ده.

د چین د تجربې محدوديتونه

د چین د پرمختګ تجربه، سره له دې چې مهم درسونه لري، باید په مستقیم ډول د هر هېواد لپاره کاپي نه شي.

هر هېواد خپل ځانګړی جغرافیایي، سیاسي، اقتصادي او ټولنیز شرایط لري. د چین د پرمختګ یوه برخه د دغه هېواد له ځانګړي نفوس، بازار، دولتي جوړښت او تاریخي شرایطو سره تړلې ده.

همدارنګه، چین له جدي ننګونو سره هم مخ دی. د کورني مصرف کمزوري، د املاکو بازار ستونزې، د نفوس د عمر زیاتوالی، د ځینو محلي حکومتونو پورونه او د نړیوالو اقتصادي سیالیو زیاتوالی هغه مسایل دي چې د چین راتلونکې پلان جوړونه به اغېزمنه کړي. د ۲۰۲۶ کال وروستي اقتصادي راپورونه هم ښیي چې د چین د ودې ترڅنګ د کورني تقاضا او املاکو په برخو کې فشارونه موجود دي(Financial Times) .

له همدې امله، د چین بریالیتوب باید د یوې بشپړې او له ستونزو خالي نمونې په توګه ونه کتل شي؛ بلکې د پرمختګ، اصلاحاتو، لاسته راوړنو او ننګونو ګډه تجربه ده.

افغانستان ته د چین د تجربې درسونه

افغانستان د چین د پلان جوړونې له تجربې څخه څو مهم درسونه اخیستلای شي.

۱ .ملي پلان بايد له سیاسي بدلونونو څخه پورته وي

افغانستان د اوږدمهاله او دوامدار ملي پلان اړتیا لري. د حکومتونو، نظامونو او ادارو بدلون باید د هېواد اساسي پرمختیایي اهداف په بشپړه توګه له منځه یوسي.

۲ .د ۱۵ کلونو لپاره بايد واضح ملي لیدلوری موجود وي

افغانستان کولی شي د ۱۵ کلونو لپاره د اقتصاد، تعلیم، انرژۍ، کرنې، صنعت، ټکنالوژۍ او سیمهییز اتصال ملي اهداف وټاکي او بیا یې په درې یا پنځه کلنو عملي پړاوونو ووېشي.

۳ .د پلان عملي کېدل بايد له ارزونې سره تړلي وي

هر پلان باید د اندازه کولو وړ شاخصونه ولري. یوازې دا ویل چې «اقتصاد به وده وکړي» کافي نه دي؛ بلکې باید مشخصه شي چې:

* څومره دندې به ایجادېږي؟

* څومره صادرات به زیاتېږي؟

* د انرژۍ تولید به څومره لوړ شي ؟

* د بېوزلۍ کچه به څومره راټیټېږي ؟

* د زدهکړو او روغتیا په برخو کې به څه ډول پرمختګ رامنځته کېږي؟

۴ .د بشري پانګې پراختیا بايد لومړيتوب وي

افغانستان د طبیعي منابعو ترڅنګ تر هر څه وړاندې د مسلکي، تحصیلکرده او نوښتګر نسل اړتیا لري.

که د یوه هېواد ځوانان له علم، مهارت او کار سره مجهز نه وي، هېڅ اوږدمهاله اقتصادي پلان دوامداره بریالیتوب نه شي ترلاسه کولای.

پايله

د چین د ۵ کلنو پلانونو او ۱۵ کلونو اوږدمهاله ستراتیژیک لیدلوري تر ټولو مهم درس دا دی چې لوی پرمختګ په یوه شپه نه رامنځته کېږي.

چین خپل اقتصادي او ملي پرمختګ د اوږدمهاله هدفونو، مرحلهوارو پلانونو، قوي ادارو، بشري پانګونې، ټکنالوژیک نوښت او دوامدارې ارزونې له لارې پر مخ وړی دی.

د چین د بریالیتوب اصلي راز یوازې په پیسو، نفوس یا طبیعي منابعو کې نه دی؛ بلکې په دې کې دی چې دغه هېواد هڅه کړې اوږدمهاله هدفونه په عملي او اندازه کېدونکو پړاوونو بدل کړي.

د افغانستان په څېر هېوادونو لپاره د چین تر ټولو مهم درس دا دی چې هیڅ ملت د لنډمهاله او بېثباته تصمیمونو له لارې اوږدمهاله پرمختګ نه شي کولای.

افغانستان ته اړتیا ده چې د خپل جغرافیایي موقعیت، طبیعي منابعو، ځوان نفوس او سیمهییزو فرصتونو پر بنسټ یو واضح ملي لیدلوری جوړ کړي؛ دغه لیدلوری په پنځه کلنو پلانونو ووېشي؛ د هر پلان د عملي کېدو لپاره مشخصې ادارې او شاخصونه وټاکي؛ او د ملي پرمختګ پروسه د سیاسي اختلافاتو له اغېز څخه تر ممکنه حده خوندي وساتي.

په پای کې، د چین تجربه موږ ته دا پیغام راکوي:

«لويې لاسته راوړنې د لويو شعارونو، بلکې د اوږدمهاله لیدلوري، منظم پلان، دوامدار کار او د پلان د عملي کولو له لارې رامنځته کېږي.»

Trending

Exit mobile version