تازه خبرونه
د چین سفیر د هرات له زلزله ځپلیو سره ۵۰ زره دالر مرسته وکړه
په کابل کې د چين ولسي جمهوريت سفير ژاو شينګ د دوشنبې پر ورځ د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي سره وکتل او د روانې مياشتې له زلزله ځپلیو سره يې پنځوس زره امريکايي دالره مرسته وکړه.
دغه وزارت څرګنده کړې، چې ژاو يو ځل بيا د بهرنيو چارو وزارت مرستيال ته د هرات ولايت د وروستۍ زلزلې له کبله د چين د خلکو خواخوږي هم وړاندې کړه.
ژاو دغه راز ژمنه وکړه، چې زلزله ځپلیو ته به نورې مرستې هم ولېږدوي.
ستانکزي د دواړو هېوادونو اړيکې رغنده او مثبتې وبللې او له زلزله ځپلیو سره يې د خواخوږۍ او مرستې وړاندې کولوله کبله مننه وکړه.
د روانې میاشتې په لومړیو کې یوې زورورې زلزلې او وروستیو ټکانونو هرات ولړزاوه، چې لږ تر لږه دوه زره کسان یې مړه او زرګونه نور یې بې کوره کړل؛ شل کلي په بشپړه توګه ويجاړ شول او ژوندي پاتې شوي کسان بې سرپناه پاتې شول.
نړیوالو ټولنو له ژمي مخکې د ډېرو نورو مرستو غوښتنه کړې، چې د یو لوی او پراخه ناورین مخه پرې ونیول شي.