نړۍ

د چین ولسمشر به رياض ته په سفر کې د سعودي او عربي هېوادونو له مشرانو سره وګوري

Published

on

(Last Updated On: ليندۍ ۱۶, ۱۴۰۱)

د چین ولسمشر شي جينپينګ عربي هېوادونو او د چين او خليج همکارۍ شورا په سرمشريزه کې د ګډون لپاره ریاض ته درې ورځنی سفر کړی دي.

چین او سعودي عربستان غواړي، سوداګري زیاته او د سیمه ییز امنیت په اړه خبرې وکړي.

رویترز څرګنده کړې؛ تمه ده، چې د سعودي عربستان ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان د چارشنبې پر ورځ د شي جینپینګ له راتګه تود هرکلی وکړ.

په سیمه کې دیپلوماتانو ویلي، چې دا هرکلی د جولای په میاشت کې د امریکا د ولسمشر جو بایدن له هرکلي سره پوره توپیر لري.

د رویترز د څرګندونو له مخې؛ د نړۍ دغه ترټولو لوی د نفتو صادرونکی هېواد به د نړیوال ځواک د نویو واقعیتونو د ځلولو لپاره خپله بهرنۍ پالیسي هم بدله کړي.

د چین ولسمشر ته د هرکلي لپاره سرې غالۍ وغوړول شوې او سربېره پردې د سعودي واکمن به د عربي خلیجي هېوادونو د سرمشریزې لپاره ورته زمینه هم برابره کړي.

امریکا، چې له لسیزو راپدیخوا د سعودي عربستان اصلي امنیتي ضامن او ساتونکی پاتې شوی؛ په خلیج کې د چین د مخ پر ودې ښکېلتیا په اړه اندېښنه ښیي.

د SPA د راپور له مخې؛ چینایي پلاوی به په روانه اوونۍ کې له سعودي عربستان سره د ۳۰ میلیارد دالرو پر ارزښت تړونونه لاسلیک کړي.

چین سعودي عربستان ته په منځني ختیځ کې د خپل مهم متحد په توګه نه یوازې د تېلو د صادراتو له کبله ، بلکې د بشري حقونو په مسله کې په ځانګړي توګه د لویدیځ لاسوهنې ته هم د ګډ شک په توګه وګوري.

د چین بهرنیو چارو وزیر وانګ یی له دې مخکې ویلي وه، چې چین ته سعودي عربستان په ټولیزه او سیمه ییزه دیپلوماتیکه ستراتیژۍ کې لومړیتوب ورکوي.

سره له دې، چې چين په نړيوال سياست کې ښکېل شوی؛ خو له سعودي عربستان سره يې اړيکې په سوداګرۍ کې ټينګې دي.

د تېلو د خرڅلاو ترڅنګ، د سعودي او چین دولتي شرکتونه د تېلو د چاڼ او پیتروشیمۍ په برخو کې ګډ شرکتونه لري او ریاض د بهرنۍ پانګونې په لټه کې دی، چې د موټرو او وسلو په ګډون له بېلابېلو ملي تولیداتو برخمن شي.

په شمال لویدیځ کې د NEOM د ۵۰۰ میلیارد دالرو پر ارزښت د بېخبنایي پروژو د پراختیا لپاره پلانونه کولی شي چینایي ساختماني شرکتونو ته نوي فرصتونه رامنځته او په خلیج کې ډېرې نورې هڅې هم ولري.

Trending

Exit mobile version