تازه خبرونه
د چین ولسمشر د اسلامي امارت د سفیر باورلیک ومانه
د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د سې شنبې پر ورځ ( د سلواغې ۱۰) ویلي، چې د چین ولسمشر شي جینپینګ په بیجینګ کې د افغانستان د سفیر اسدالله (بلال کریمي) باورلیک منلی دی.
اسلامي امارت د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې له بیا واکمنېدو څخه تر اوسه هیڅ هېواد پر رسمیت نه دی پېژندلی او ان د ځینو مشرانو نومونه یې د ملګرو ملتونو د بندیزونو په نوملړ کې خوندي پاتې دي.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې اسدالله بلال کریمي د اسلامي امارت د سفیر او ځانګړي استازي په توګه د چین ولسمشر ته خپل باورلیک وړاندې کړ.
بلخي همداراز ویلي، چې کریمي د باورلیک د سپارلو په مراسمو کې د چین د بهرنیو چارو له وزیر وانګ يي سره هم وکتل.
ویل کیږي، چې د تېر کال په ډسمبر میاشت کې کریمي د چین د بهرنیو چارو وزارت ته د خپلو اسنادو د کاپي له سپارلو وروسته په بیجینګ کې د افغانستان د سفارت دنده پر غاړه واخیسته.