کوید۱۹
د چین په شانګهای ښار کې قرنطیني مقررات پای ته ورسېدل
چین نن (چارشنبه د غبرګولي ۱۱) په ۲۵ میلیوني ښار شانګهای کې هغه بندیزونه لرې کړل، چې د کرونا ویروس د ودې د مخنیوي لپاره د ټینګار وړ پاتې ول.
شانګهای د نړۍ یو اقتصادي مرکز دی، چې بېرته عادي حالت ته راستون شو.
د چین له وګړیو د ډک شانګهای ښار چارواکو لګېدلي کرونایي محدودیتونه لرې کړل، چې ورسره به ورو ورو د خلکو پارېدلې غصه هم له منځه لرې او سوداګریزې اړیکې پراخې شي.
په شانګهای کې د کرونا ویروس د محدودیتونو تدریجي لرې کول د دې ویروسي ناروغۍ په ثبت شویو پېښو کې د کمښت له کبله په پام کې ساتل شوی دی.
د شانګهای اوسیدونکیو د چارشنبې پر ورځ خپل کار بیا پیل کړ او ځینې پلورنځي د بیا خلاصیدو لپاره چمتووالی نیسي.
د فرانسې خبري آژانس د خبر له مخې، عامه ترانسپورت او ښاري مسافر وړونکي ترافيک او نورو ښاري شبکو خپل عادي فعاليتونه بيا پيل کړي دي.
د شانګهای ښاروال په ټولنیزو رسنیو کې یو پیغام لیکلی، چې دا اوس هغه شېبه ده، چې مونږ ورته په تمه وو.
