کوید۱۹

د چین په شانګهای کې د کرونا -اومیکرون نوې بڼه وپېژندل شوه

Published

on

د چین یوه حکومتي چارواکي څرګنده کړې، چې په شانګهای ښار کې یو ناروغ په دې وروستیو کې د BA.5.2.1  په نوم د کوروناـ اومیکرون پر نوې بڼې اخته شوی دی.

د رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې، دغه ناروغ د جولای پر اتمه د پوانګ په اقتصادي سیمه کې وپېژندل شو او داسې ښکاري، چې له یوه بهرني ناروغ سره په اړیکه کې و.

شانګهای که څه هم د جولای په پیل کې له دوه میاشتني قرنطینه ووت؛ خو اوس هم اړوند سپارښتنې په پام کې نیول کیږي؛ ځکه، چې د اخته خلکو شمېر مخ پر ډېرېدو دی.

د شانګهای د روغتیا کمیسیون مرستیال ژائو دانان ویلي: زمونږ ښار په دې وروستیو کې د کرونا ویروس مثبتو پېښو راپور ورکولو ته دوام ورکړی او په ټولنه کې د ناروغۍ خطر اوس هم خورا لوړ دی.

د چين د ناروغيو د کنټرول او مخنيوي مرکز د معلوماتو له مخې، د اوميکرون BA.5  څپه، چې په بېلا بېلو هېوادونو کې د انتاناتو د نوې څپې لامل شوی، لومړی ځل د مې پر دیارلسمه په يو ۳۷ کلن سړي                                      کې، چې له يوګانډا څخه شانګهای ته تللی و، وليدل شو.

د ښار د کرونا مخنیوي متخصصینو شورا غړي یوآنوژنګان ویلي د BA.5 بڼه مخ پر خپرېدا ده، چې له  معافیت څخه د تیښتې ډېره وړتیا لري

هغه یادونه کوي، چې واکسین اوس هم کولی شي د BA.5 ناروغۍ او مړینې جدي پېښو مخه ونیسي. د کرونا دا نوې بڼه ترټولو ښه نسخه ده؛ خو د ځینو خلکو پر باور، کرونا پای ته رسېدلې نه ده او د دې ویروس د خپرېدو له نویو څپو سره د مبارزې لپاره باید یو ځل بیا جدي پاملرنه وشي.

Trending

Exit mobile version