سیمه ییز خبرونه

د چین په شمال لویدیځ کې له یوې چاودنې ۳۸ کسانو ته مرګ و ژوبله اوښتې

Published

on

(Last Updated On: چنګاښ ۱, ۱۴۰۲)

چینايي رسنیو د پنجشنبې پر ورځ ( د چنګاښ لومړۍ ) خبر ورکړ، چې تېره شپه د چین د شمال لویدیځ په یوه رستورانت کې چاودنې لږ تر لږه له ۳۱ کسانو خوږ ژوند واخیست او اووه نور ټپیان دي.

په دې چاودنه کې، چې تېره شپه (چارشنبه د غبرګولي یودېرشمه ) رامنځته شوه؛ د شپږ ټپیانو روغتیایي حالت د ډاډ وړ دی، خو د یوه هغه روغتيايي حالت د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.

خپاره شوي انځورونه ښيي، چې د اور وژونې لسګونه ډلې سیمې ته رسېدلي دي.

دغه پېښه د چین د شمال لویدیځ لوري د نينګشيا د خودمختاره ولايت د ينچوان ښار د استوګنې سيمې د فويانګ باربيکيو په رستورانت کې رامنځته شوې ده.

د چين ولسمشر شي جين پينګ په يوه پيغام کې سپارښتنه کړې، چې د ټپيانو د درملنې او په مهمو صنعتونو کې د امنيت د څارنې او د خلکو د ژوند او مال د ساتنې لپاره باید ډاډمنې هڅې ترسره شي.

د بېړنیو پېښو د مدیریت وزارت ویلي، چې د چاودنې ځای ته له سل ډېر کسان او شل موټر لیږدول شوي دي.

دغه راز ویل کیږي، چې په سیمه کې د ژغورنې عملیات نن سهار پر ځايي وخت څلور بجې پای ته رسېدلي دي.

د یادونې ده، چې د خوندیتوب له کلونو هڅو سره – سره؛ په چین کې د ګازو او کیمیاوي توکو د چاودنو پېښې غیرمعمولي نه‌دي.

Trending

Exit mobile version