Connect with us

تازه خبرونه

د چین د روغتیایي مرستو دوه یمه جوپه هم کابل ته را ورسیده

خپور شوی

د

د چین هېواد د مرستو په دې دوه یمه جوپه کې ۷۲۷ کارتنه د کرونا ویروس تشخیصیه وسایل، ماسکونه او د روغتیایي کارمندانو محافظتي جامې شاملې دي.

په کابل کې د چین سفیر د نور مرستو د ژمنې تر څنګ د کرونا ویروس په مبارزه کې نړیوال یووالي ته اړتیا اړینه ګڼي او وایي، هیڅ هېواد نشي کولی په یوازې ځان دا ګواښ وڅاري.

په کابل کې د چین سفیر وانګ یو ویلي، چې مونږ د عامې روغتیا وزارت له مشرتابه سره له نږدې کار کوو؛ په ځانګړې توګه د افغانانو د مهمو اړتیاوو په اړه، چې څه شي ته اړتیا لري او چین هم د خپلې وړتیا سره سم له افغانستان سره مرسته کوي.

د عامې روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز د چین له مرستو مننه کوي؛ خو وایي، اوس هم دوی د تشیخص په برخه کې ستونزې لري.

له دې وړاندې هم چین د کرونا پر وړاندې د مبارزې لپاره مرسته کړې وه، چې په کې ۱۵ زره تشخیصیه کیتونه او په دې برخه کې نور وسایل شامل ول.

تازه خبرونه

افغانستان د تاشکند د وزیرانو په غونډه کې د اوبو پر ډیپلوماسۍ ټینګار وکړ

په دې غونډه کې د اوبو او انرژۍ وزارت د اوبو او انرژۍ مرستیال وزیر مجیب الرحمن عمر آخوندزاده د افغانستان پر استازیتوب وینا وکړه او د افغانستان او منځنۍ آسیا هېوادونو ترمنځ یې د اوبو پر عادلانه وېش، د اوبو د ډیپلوماسۍ پیاوړتیا او د اوبو د سرچینو په مدیریت کې د عصري ټکنالوژیو پر کارولو ټینګار وکړ.

Published

on

د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت مرستیال د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې د “اوبو اوونۍ” تر سرلیک لاندې د وزیرانو غونډې ته د اوبو د سرچینو پر مدیریت د سیمهییزې همکارۍ پر اړتیا ټینګار وکړ.

په دې غونډه کې د اوبو او انرژۍ وزارت د اوبو او انرژۍ مرستیال وزیر مجیب الرحمن عمر آخوندزاده د افغانستان پر استازیتوب وینا وکړه او د افغانستان او منځنۍ آسیا هېوادونو ترمنځ یې د اوبو پر عادلانه وېش، د اوبو د ډیپلوماسۍ پیاوړتیا او د اوبو د سرچینو په مدیریت کې د عصري ټکنالوژیو پر کارولو ټینګار وکړ.

هغه دا هم ویلي؛ د اقلیمي بدلون له پایلو سره د مبارزې او د آمو سیند د غاړو د ویجاړېدا مخنیوي لپاره ګډه همکاري هغه مهمې مسلې دي، چې د سیمې د هېوادونو له‌خوا ګډې پاملرنې او عمل ته اړتیا لري.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ افغانستان د خپلو اوبو د سرچینو په مدیریت کې د ګاونډ هېوادونو حقونو ته ژمن دی.

د دې غونډې په څنډه کې د اوبو او انرژۍ وزارت د اوبو او انرژۍ مرستیال د ازبکستان د اوبو وزیر شوکت خامرایوف سره هم ولیدل او دواړو خواوو د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوبو د مدیریت په برخه کې د همکارۍ د پراخولو په اړه بحث وکړ.

په دې سیمه‌ییزه غونډه کې د افغانستان ګډون د اوبو په اړه په نړیوالو او سیمه‌ییزو بحثونو کې د هېواد د فعال شتون د پیاوړتیا لپاره یو مهم ګام ګڼل کیږي. دا یوه داسې هڅه ده، چې کولی شي د افغانستان او سیمه‌ییزو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ د نوي فصل لپاره لار اواره کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

څار: د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اوربند پای

Published

on

Last Updated on: وری ۶, ۱۴۰۵

Continue Reading

تازه خبرونه

په کونړ کې د پاکستان د توغندیزو بریدونو له کبله ۱۰ کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې

د کونړ ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو آمر ضیاء‌الرحمن سپین‌غر ویلي، چې په ناړې ولسوالۍ کې یو کس شهید شوی او شپږ نور ټپیان دي.
نوموړي زیاته کړې؛ په سرکاڼو ولسوالۍ کې هم یو کس شهید شوی او دوه نور ټپیان دي.

Published

on

د کونړ ولایت سیمهییزو چارواکو ويلي، چې د پاکستان پوځي رژیم له تېرو ۲۴ ساعتونو راپدېخوا د دې ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې د ملکي وګړو پر کورونو ۸۵ توغندي توغولي، چې له کبله یې دوه ملکي وګړي شهیدان او اته نور ټپیان شوي دي.

د کونړ ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو آمر ضیاء‌الرحمن سپین‌غر ویلي، چې په ناړې ولسوالۍ کې یو کس شهید شوی او شپږ نور ټپیان دي.

نوموړي زیاته کړې؛ په سرکاڼو ولسوالۍ کې هم یو کس شهید شوی او دوه نور ټپیان دي.

دغه راز په شلتن، مروره، اسد آباد ښار شاوخوا او نورو سیمو کې لسګونه نور توغندي هم لګیدلي؛ خو د سپین غر د څرګندونو له مخې، خلکو ته په کې ځاني زیان نه‌دی اوښتی.

سیمه‌ییزو چارواکو د افغان ځواکونو له‌خوا د غچ اخیستونکو بریدونو راپور هم ورکړی، چې په پایله کې یې د پاکستان د پوځي رژیم درې پوستې ویجاړې او یو پاکستانی عسکر وژل شوی دی.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!