تازه خبرونه

د چین د روغتیایي مرستو دوه یمه جوپه هم کابل ته را ورسیده

Published

on

(Last Updated On: غویی ۴, ۱۳۹۹)

د چین هېواد د مرستو په دې دوه یمه جوپه کې ۷۲۷ کارتنه د کرونا ویروس تشخیصیه وسایل، ماسکونه او د روغتیایي کارمندانو محافظتي جامې شاملې دي.

په کابل کې د چین سفیر د نور مرستو د ژمنې تر څنګ د کرونا ویروس په مبارزه کې نړیوال یووالي ته اړتیا اړینه ګڼي او وایي، هیڅ هېواد نشي کولی په یوازې ځان دا ګواښ وڅاري.

په کابل کې د چین سفیر وانګ یو ویلي، چې مونږ د عامې روغتیا وزارت له مشرتابه سره له نږدې کار کوو؛ په ځانګړې توګه د افغانانو د مهمو اړتیاوو په اړه، چې څه شي ته اړتیا لري او چین هم د خپلې وړتیا سره سم له افغانستان سره مرسته کوي.

د عامې روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز د چین له مرستو مننه کوي؛ خو وایي، اوس هم دوی د تشیخص په برخه کې ستونزې لري.

له دې وړاندې هم چین د کرونا پر وړاندې د مبارزې لپاره مرسته کړې وه، چې په کې ۱۵ زره تشخیصیه کیتونه او په دې برخه کې نور وسایل شامل ول.

Trending

Exit mobile version