سیمه ییز خبرونه

د ډاكټر نجيب الله بنياد د نوموړى ۱۵ تلين ونمانځه

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

پېنځلس كاله وړاندې د تلې په پېنځمه وسله وال طالبان كابل ته د ننه شول او په خپل لومړني اقدام كې يې ډاكټر نجيب الله وواژه.

د ډاكټر نجيب الله د بنياد مشرشېرالله جبار خيل د هغه د قتل اصلي عاملين د پاكستان جاسوسي سازمان بولي او د افغانستان له حكومت څخه غواړي، چې د نومړي د قتل په اړه څېړنې وكړي .

د سياسي چارو كار پوه احمد سعيدي وايي، چې:

پاكستان د كړيزو وژنو په تر سره كولو سره د خپلې بقا لپاره غواړي افغانستان بې ثباته كړي.

د كابل ښاراوسيدونكيو د ۱۳۷۵ل كال ژمى دغه ښار ته وسله والو طالبانو په وردننه كيدو پيل كړ .

يو شمير خلكو، چې د هغه وخت د حاكم حكومت له خوا د خپل منځيو نښتو ځوريدل هيله درلوده، چې د طالبانو په راتلو سره به كورنۍ جگړې پاى ته ورسيږي، خو كابل ته د طالبانو په ننه كيدو د خلكو هيلې له خاورو سره خاورې شوې .

د ډاكټر نجيب الله د بنياد مشروايي:

وسله والو طالبانو په يو بيل فكرد خپل قدرت ننداره د هېواد له پلازمېنې پيل كړه، چې دا كارد افغانستان د خلكو د نارضايتى لامل شو .

د پوځي چارو كارپوه جنرال واحد وايي، چې:

له همغه وخت څخه راهسي پاكستان د افغانستان په چارو كې مداخله كوي او د افغانستان د ملي شخصيتونو په كړيزو وژلو كې خپله بقا لټوي .

د ساسي چارو كارپوه خليل رومان داسې پوښتنې راپورته كوي:

آيا د افغانستان سياسي كارپوهانو او خلكو د پېنځلس كاله وړاندې پېښه، چې د تلې پېنځمه ده هېره كړې ؟ او ډاكتر نجيب د خلكو په منځ كې كوم مقام لري ؟

ليكوال او اديب سليمان لايق په دې باور دى، چې ډاكټر نجيب الله د ډيورنډ د هغه خوا  خاورې د خپلولو له لامله ووژل شو .

اوس، چې د افغانستان د پخواني ولسمشر ډاكټر نجيب الله له وژل كيدو ۱۵كاله تيريږي او لس كاله پرافغانستان د امريكا له بريداو له ترهگرۍ سره په مبارزه تېر شوي، نه يوازې په هېواد كې نا امني نه ده كمه شوې، بلكې په هېواد كې د وسله والو طالبانو نفوذ نورهم ډېر شوى دى.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Trending

Exit mobile version