تازه خبرونه
د ډاکټر غني او ډاکټر عبدالله سیاسي هوکړه لاسلیک شوه
د ۱۳۹۸ لمریز کال د ټاکنو له پایلو وروسته د ډاکټر غني او ډاکټر عبد الله درې میاشتنۍ ناندرې پای ته ورسیدې او د ۱۳۹۹ لمریز کال د غویي پر ۲۸ یې د جوړجاړي سیاسي هوکړه لاسلیک کړه.
شیبې وړاندې د جمهوررئيس محمداشرف غني او داکتر عبدالله عبدالله ترمنځ سیاسي توافقنامه لاسلیک شوه. د دغې توافقنامې پربنسټ به داکتر عبدالله عبدالله د ملي مصالحې عالي شورا رئيس وي او د ټيم غړي به یې په کابینه کې مشارکت ولري. جزئيات یې شیبې وروسته د ملي تلویزیون له لارې خپرېږي. pic.twitter.com/KnLeD9rRCB
— Sediq Sediqqi (@SediqSediqqi) May 17, 2020
د ۱۳۹۸ لمریز کال د کب پر ۱۹ ولسمشر غني په ارګ کې او عبدالله عبدالله په سپیدار ماڼۍ کې همهاله د ولسمشرۍ د لوړې مراسم تر سره کړل. په داسې حال کې، چط د ټاکنو خپلواک کمیسیون اشرف غني د ولسمشر په توګه اعلان کړی و.
د سیاسي هوکړې د هغې نسخې له مخې، چې آریانا نیوز تر لاسه کړي ډاکټر اشرف غني به ولسمشر وي اوډاکټر عبدالله عبدالله به د پخلاینې عالي شورا د ریاست ترڅنګ په کابینه کې ۵۰ سلنه ونډه ولري.
دغه راز به د سولې بهیر مشري به د پخلاینې عالي شورا کوي او د سولې مرکچي پلاوی به هم راپور ورکوي.
همدارنګه جنرال دوستم به د مارشالۍ له رتبې برخمن کیږي او د دولت په عالي شورا او ملي امنیت کې به هم برخه ولري.
د یو شمېر سرچینو د څرګندونو له مخې؛ د کار او ټونیزو چارو، عدلیې، کورنیو چارو، کډوالو او بېرته راستنیدونکیو، کرنې او مالدارۍ، د لوړو زدکړو، د سرحدونو او قبایلو، د سوداګرۍ او صنعت او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارتونه ولسمشر غني عبدالله عبدالله ته وړاندیز کړي دي.
د سیاسي هوکړې یو بل ټینګار دادی، چې په حکومت او ټاکنیزو چارو کې به بدلونونه رامنځته کیږي.
دواړو خواوو د یوې پېنځه کسیزې څارونکي شورا پر جوړولو هم ټینګار کړی، چې دغه شورا به له سیاسي مشرانو، ملي شخصیتونو، د ملي شورا له استازیو، د بېلابېلو سیاسي طبقو له استازیو، مدني ټولنې، ښځو او ځوانانو جوړه وي.
که څه هم د لاسلیک شوې سیاسي هوکړې بشپړ جزئیات څرګند ندي؛ خو د تر لاسه شوې هوکړې له مخې به د کابیني پنځوس سلنه ګمارنې د عبدالله له لوري کېږي او تغیر او تبدیل به هم په مشوره تر سره کیږي.