تازه خبرونه

د ډبرو سکرو پر وارداتو د خبرو لپاره پاکستانی پلاوی افغانستان ته ځي

Published

on

(Last Updated On: چنګاښ ۲۵, ۱۴۰۱)
پاکستانيو رسنیو څرګنده کړې؛ د سوداګرۍ د وزیر پر مشرۍ یو پاکستانی پلاوی سبا یکشنبه افغانستان ته سفر کوي او د ډبرو سکرو پر واردولو به دوه ورځنۍ خبرې وکړي.

په پاکستاني پلاوي کې به د پوځ او استخباراتو استازي او همدارنګه د بهرنیو چارو او کورنیو چارو وزارتونو چارواکي برخه لري.

په تورخم، کرلاچي او غلام خان لارو کې ۲۴ ساعته خدمات، د خدمتونو د آسانتیا لپاره د زیاتو بشري منابعو ګمارل، د افغانستان لوري ته د بېخبناوو ښه والی او د دواړو هېوادونو ترمنځ د موټرو تګ راتګ هغه مسایل دي، چې د دغه سفر پر مهال به پرې خبرې وشي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې اعلان وکړ، چې پاکستان به له افغانستان څخه د ډبرو سکاره پر کلدارو پېري؛ خو له دې څرګندونو وروسته د افغانستان اسلامي امارت اړوند چارواکو وویل، چې سکاره به نه یوازې پر خصوصي شرکتونو پر افغانیو پلوري، بلکې د تېر پر پرتله به د ډبرو سکرو بیه هم دوه برابره لوړه وي.

Trending

Exit mobile version