نړۍ
د ډنمارک په یوه پلورنځي کې وسلوال برید مرګ و ژوبله رامنځته کړې
د ډنمارک پولیسو په ډاګه کړې، چې د ډنمارک د پلازمېنې کوپنهاګن په یوه پلورنځي کې د ډزو له کبله درې کسان وژل شوي او درې نور ټپیان دي.
پولیسو د دغه برید په تړاو د یوه ۲۲ کلن ډنمارکي ځوان له نیولو هم خبر ورکړی دی.
دغه ډزې د یکشنبې پر ورځ ماښام مهال د کوپنهاګن د سویل په فیلډز پلورنځي کې رامنځته شوې دي.
په دغه برید کې د یوه متوسط کس په ګډون دوه ځوانان، چې یو یې نرینه او بله ښځینه ده؛ وژل شوي او د درې ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ ښودل شوى دى.
د ډنمارک لومړي وزیر میټ فریدریکسن دا برید وحشیانه بللی او وایي، چې زیانمن خلک د بې ګناه کورنیو غړي دي، چې پر پېر او خوراک وخت ول.