تازه خبرونه

د ډيورنډ کرښې هغې غاړې ته د داعش په اړه افشاګرۍ پایله ورکړه

مجاهد زیاته کړې: «مونږ دا موضوع رسنیزه کړه او په خبري کنفرانسونو کې مو هم ترې یادونه کړې. همدا افشاګري وه، چې نن یې د پایلې لیدونکي یوو.»

Published

on

د افغانستان اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د ډيورنډ فرضي کرښې هغې غاړې ته د داعش ډلې د یوه غړي د وروستۍ نیونې په اړه په یوه غږیز پیغام کې آریانا نیوز ته ویلي، چې اسلامي امارت له دې مخکې هم څو ځله د یادې کرښې هغې غاړې ته د داعش له شتون او هڅو پرده پورته کړی او دا موضوع یې علني له رسنیو سره شریکه کړې هم ده.

مجاهد زیاته کړې: «مونږ دا موضوع رسنیزه کړه او په خبري کنفرانسونو کې مو هم ترې یادونه کړې. همدا افشاګري وه، چې نن یې د پایلې لیدونکي یوو.»

د اسلامي امارت د ویاند د څرګندونو له مخې؛ د ډيورنډ فرضي کرښې هغې غاړې ته د داعش د مهمو غړو نیول دا ادعا ثابتوي، چې د دغې ډلې پټنځایونه او مرکزونه هلته دي او د داعش لوړپوړي کسان په هماغو سیمو کې حضور لري.

نوموړي زیاته کړې؛ پر خواشینۍ، چې د دغو کسانو له شتون څخه ناوړه ګټه اخیستل شوې؛ دا هغه موضوع ده، چې اسلامي امارت له دې مخکې هم څو ځله راپورته کړې ده.

له دې مخکې د ترکیې دولتي رسنیو راپور ورکړی و، چې د دغه هېواد د استخباراتو ادارې (میت) د افغانستان او پاکستان تر منځ د ډيورنډ فرضي کرښې په اړوند سیمه کې د  پراخو عملیاتو پر مهال یو ترکي وګړی ونیوه، چې د داعش د لوړپوړي غړي رول یې لرلی دی.

د اناتولي خبري سرچینې د امنیتي څرګندونو له مخې ویلي؛ نیول شوی کس «مهمت ګورن» نومېږي او ادعا یې کړې، چې د «داعش خراسان» په څانګه کې یې فعالیت کاوه.

سرچینې دا هم ویلي؛ ګورن «په افغانستان، پاکستان، ترکیه او یو شمېر اروپايي هېوادونو کې د ملکي وګړو پر وړاندې د ځانمرګو بریدونو د تنظیم مسوولیت درلود».

د دغه راپور له مخې؛ د ترکیې ملي استخباراتو موندلې، چې ګورن له ترکیې څخه د افغانستان– پاکستان د ډيورنډ فرضي کرښې سیمو ته سفر کړی و او د داعش په روزنیزو کمپونو کې یې فعالیت درلود او ورو ورو یې په دې ډله کې د مشرتابه مقام خپل کړ.

Trending

Exit mobile version