تازه خبرونه
د ډیورنډ کرښې په اړوند سیمو کې روانو شخړو د خوړو ناورین ته لمن وهلې
آیلایف ویلي، چې د فبرورۍ له شپږویشتمې راپدېخوا د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې شخړه زیاته شوې، چې په ختیځو، سویل ختیځو او سویلي سیمو کې یې شاوخوا ۲۰زره کورنۍ بې ځایه کړي دي. نښتو، هوايي او ځمکنیو بریدونو د ننګرهار، نورستان، کونړ، لغمان، پکتیکا، پکتیا، خوست، کندهار او هلمند ولایتونو له ۳۰ څخه زیاتې ولسوالۍ اغېزمنې کړې دي.
د سېشنبې پر ورځ (د کب دولسمه) په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام(WFP) استازي او مدیر جان آیلاف له ژنیو څخه په زوم کنفرانس کې ویلي، چې د افغانستان د ډیورنډ کرښې په ختیځو، سویلي او لویدیځو اړوند سیمو کې د ناامنۍ زیاتوالی پر زیان منونکو کورنیو فشار راوړي.
آیلایف ویلي، چې د فبرورۍ له شپږویشتمې راپدېخوا د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې شخړه زیاته شوې، چې په ختیځو، سویل ختیځو او سویلي سیمو کې یې شاوخوا ۲۰زره کورنۍ بې ځایه کړي دي. نښتو، هوايي او ځمکنیو بریدونو د ننګرهار، نورستان، کونړ، لغمان، پکتیکا، پکتیا، خوست، کندهار او هلمند ولایتونو له ۳۰ څخه زیاتې ولسوالۍ اغېزمنې کړې دي.
د تاوتریخوالي زیاتوالي د WFP بېړني حالت، ټولنیز خوندیتوب، د ښوونځي د خوړو او معیشت د مرستې پروګرامونه لنډمهالي ځنډولي، چې شاوخوا ۱۶۰زره خلک یې د خوړو مرستې ته له لاسرسي څخه بې برخې کړي دي.
آیلاف د افغانستان په ختیځ کې د ۲۰۲۵ کال د اګست د یودېرشمې زلزلې ته پر نغوته(اشاره ) ویلي: «د کونړ او ننګرهار ولایتونو خلک، چې د ۲۰۲۵ کال د اګست یادې زلزلې ځپلي؛ اوس له د ډیورنډ کرښې له نښتو سره مخ دي، چې د دوی خراب وضعیت یې نور هم خراب کړی دی.
په لویدیځو ولایتونو کې د ایران تاوتریخوالی د کډوالو د راستنېدا په شمېر کې د زیاتېدا لامل شوی دی.
آیلاف زیاته کړې، چې د دې خلکو راستنېدل د فقر، بې کارۍ او لوږې سره یوځای، پر کم تمویل شوي بشري سیسټم نور فشار هم راوړ دی.
هغه خبرداری ورکړی، چې له اوسني وضعیت او محدودو سرچینو سره د خوړو نړیوال پروګرام به ونشي کولی، چې بې ځایه شویو او راستنېدونکو کورنیو ته کافي مرسته چمتو کړي. د راتلونکو شپږ میاشتو لپاره د دې بنسټ مالي اړتیاوې ۳۱۳ میلیون ډالر اعلان شوي دي.
آیلاف له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې پخپلو ژمنو ودریږي او افغانستان په دې بده ورځ کې یوازې خوشې نګړي.