تازه خبرونه

د ژمي په سړه هوا کې د بیات بنسټ د مرستو لړۍ دوام لري

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ژمي په سړه هوا کې د بېوزلو خلکو ستونزې په ټوله کې د جامو، سرپناه، سون توکيو او  خوراک توکي ښودل دي چې بیات بنسټ په دې هکله نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کړي دي.

دا ځل بیات بنسټ د خپلو بشردوستانه مرستو لړۍ د چار قلعه چاردي په سیمه کې اړمنو کسانو ته رسولې ده چې خوراک توکي او جامې دي.

د بیات بنسټ لوی مشر احسان الله بیات په دې هکله ووېل: “د کلونو په اوږدو کې د بیات بنسټ له موخو څخه یوه هم دا وه چې بهر میشتي افغانان له بې وزلو سره مرستو ته را وهڅوي او دوی ته دا جوته کړي چې اوس هم افغانان د پخوا په شان له ګڼو ستونزو سره مخ دی او مرستو ته اړتیا لري څو د ژمي په دې سړه هوا کې وړ کسانو ته په ډول نه یو ډول مرسته ورسول شي”

یو تن اړمن اسدالله نومی،  د چار قلعه چاردهي سیمې اوسېدونکی چې د کار کولو توان نه لري د بیات بنسټ له ژمنیو مرستو خوښ دی او وایي، “دا مرستې هر کال له بیوزلو خلکو سره کیږي”.

دی زیاتوي “د دې موسم په دې سړو کې چې بیات بنسـ کومې مرستې له موږ او یا نورو بي وزلو او اړمنو سره کوي ډېر ستر اجر لري؛ ځکه چې موږ یا موږ ته ورته نور کسان د درندو کارونو توان نه لرو؛ نو دا مرستې همېشه په ستونزمنو حالتو کې همېشه له وړ او بې وزلو کسانو سره کېږي چې موږ وڅخه منندوی یو “

د یادونې وړ ده چې د بیات بنسټ د مرستو لړۍ هر کال په ژمي کې د هېوادو په اکثرو ولایاتو کې اړمنو کسانو ته بشردوستانه مرستې ویشي او له څو کلونو را هیسې یې له ډېرو بیوزلو  سره دا  ډول مرستې کړي دي او اوس هم دا لړۍ دوام لري.

Trending

Exit mobile version