سیمه ییز خبرونه
د ښارواليو محصول اخيستل د فساد سرچينه ده
د افغانستان د سوداگرۍ او صنايعو خونې چارواكي وايي:
د ښارواليو له لوري اخيستل شوى محصول د دولت خزانې ته نه، بلكې د زور واكانو جيبونو ته ځي.
د هېواد په لويو لارو كې د ښارواليو له خوا د پيسو له اخيستو وروسته د پرله پسې شكايتونو له مخې، د اقتصاد عالي شورا دا پيسې اخيستل منع كړې او پرېكړه يې وكړه، چې له دې وروسته به د ښارواليو د خدمتونو محصول صفر اعشاريه پېنځه سلنه په گمركونو كې د وارداتي مالونو په محصول كې ور زياتې شي.
د سوداګرۍ او صنايعو د خونې مديره پلاوي مرستيال خان جان الكوزى وايي:
وزيرانو شورا په دې وروستيو كې پرېكړه كړې، چې د ښارواليو د خدمتونو محصول بايد د كابل په دروازو او ولايتونو كې واخيستل شي.
نوموړى د وزيرانو شورا دا كار د فساد سرچينه بولي او وايي:
دا چاره به د بيو د لوړيدو او د سوداگرو د ناهيلۍ سبب شي.
وموغوښتل په دې اړه د وزيرنو شورا د دارالانشا نظر هم ولرو، خو له پرله پسې اړيكو سره سره بريالي نه شو.
د دوى په وينا، ډېر زورواكي په دې اخيستنو كې لاس لري او دا پيسې به هيڅكله هم ورنكړي.