پرمختګ او بشپړتیا
د ښځو د ژوندانه او حقونو پرمختگونه ماتېدونكي دي- اكسفام او اكشن ايډ
يو شمېر نړيوالې خيريه ټولنې اندېښنه څرگندوي، چې:
له وسله والو مخالفينو سره د سولې خبرې كولى شي، چې په افغا نستان كې د ښځو په اړه د لس كلنو پرمختگونو مخه ونيسي.
دوى وايي، چې:
افغان دولت ښايي سولې ته د رسيدو لپاره د ښځو حقونه قرباني كړي.
له بلې خوا د ولسي جرگې يو شمېرښځينه غړې د دغو خيريه او مرستندويو بنسټونو اندېښنې پر ځاى نه بولي او زياتوي، چې:
سوله بايد د قانون په رڼا كې وشي.
د دوى په وينا:
كه وسله وال مخالفين د افغانستان له نافذه قوانينو پرته او د ښځو حقونو ته د نه پاملرنې په صورت كې سوله غوړاي؛ نو په وينا يي ښځې به يې په وړاندې مقاومت وښيي.
د آريانا راډيو ټلويزيون خبرياله فريده سوما څرگندوي، چې:
د اكسفام او اكشن ايډ په نوم دوه خيريه او مرستندويه بنسټونو د يوه رپوټ په خپرولو په افغانستان كې د ښځو حقونه له خطر سره مخ نومولي دي.
دوى ويلي، چې:
له يوې خوا نړيوال ځواكونه له افغا نستان څخه په وتلو دي او له بلې خوا افغان حكومت له وسله والو طالبانو سره د سولې خبري كوي؛ نو ښايي يو ځل بيا په دغه هېواد كې ښځې منزوي او حقونه يې تر پښو لاندې شي.
په رپوټ كې راغلي، چې:
په افغا نستان كې د ښځو د ژوندانه او حقونو په اړه ترلاسه شوي پرمختگونه ماتېدونكي دي او روان سياسي حالت ته په كتو د ښځو پرمختگ له نامعلوم برخليك سره مخ كېدونكى دى.
د اكسفام او اكشن ايډ په باور:
كه څه هم په تېرو لس كلونو كې ښځو په سياسي او پوهنيز ډگركې سترې برياوې ترلاسه كړي، خو په وينا يې دغه لاس ته راوړني ماتيدونكې پاتې شوې دي.
د آكسفام موسسې يو سلاكار لويس هنكوك ويلي، چې:
افغا نستان ته بايد واقعي سوله راشي؛ نه داسې سياسي تفاهم، چې د يو شمېر خلكو په گټه وي.
د آكسفام موسسې سلاكارلويس هنكوك وايي:
افغان ميرمنې ماته وايي، چې د خپلو حقونو د دفاع لپاره نشي كولى د سولي د راوستلو پر يوه لوري هم باور وكړي. دوى غواړي، چې پخپله د خبرو پرميز حاضرې وي او له خپلو حقونو خپله دفاع وكړي .
په ولسي جرگه كې يو شمېر ښځينه غړي بيا دغه اندېښنې بې بنسټه بولي او وايي، چې:
سوله د افغان ټولني يوه باارزښته غوښتنه ده، چې بايد ترسره شي.
د ولسي جرگي غړې حبيبه دانش وايي:
په تېرو لس كلونو كې ښځو د پام وړ پرمختگ كړى او دا ناشونې ده، چې افغا نستان دې بېرته د لس كاله پخوا پېر ته وروگرځي.
د ولسي جرگي غړې رحيمه جامي ټينگار كوي:
كه افغان ميرمنې په دې پوه شي، چې د سولې په پروسه كې د دوى حقونه ترپښو لاندې كيږي؛ نو په وړاندې به يې مقاومت وكړي.
د اكسفام او اكشن ايډ موسسو دغه رپوټ وايي، چې:
په افغانستان كې د پوهنې په برخه كي د نجونو ونډه دېره شوې، خو په دولتي ادارو كې د ښحو ونډه مخ پركميدو ده.
د نوموړي رپوټ د ارقامو له مخې:
په ۲۰۰۶ع كال كي د دولتي ادارو د ښځو ونډه يو دېرش سله وه، خو اوسمهال دغه فيصدي اتلس ته را ټيټه شوې ده.