تازه خبرونه

د ښځو لپاره د څو لسیزو پرمختګونه د ورکېدو په حال کې دي – ګوټرش

ملګرو ملتونو په دې وروستیو کې راپور ورکړی، چې له ۶۰۰ میلیون څخه زیاتې ښځې او نجونې د جګړې له کبله اغیزمنې شوي دي.

Published

on

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونیو ګوترش ويلي؛ په ټوله نړۍ کې د ښځو د حقونو په برخه کې نسلي لاسته راوړنې په ټپه ولاړې دي او د ښځو لپاره د څو لسیزو پرمختګونه د ورکېدو په حال کې دي.

ملګرو ملتونو په دې وروستیو کې راپور ورکړی، چې له ۶۰۰ میلیون څخه زیاتې ښځې او نجونې د جګړې له کبله اغیزمنې شوي دي.

په دغه راپور کې انټونیو ګوټرش اندېښنه ښودلې، چې په نړۍ کې د تاوتریخوالي، تبعیض او جګړو د کچې د ډېروالي له کبله د ښځو په برخه کې د څو لسیزو راپدېخوا شوي پرمختګونه له منځه تللو سره مخ دي.

په دغه راپور کې په افغانستان کې د ښځو له حقونو څخه د سرغړونې څو قضیو ته هم نغوته شوې او ټینګار شوی، چې د ښځو حقونو ته پاملرنه یو ګډ مسوولیت دی.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونیوګوټرش ویلي؛ د ښځو او نجونو له حقونو څخه دفاع یو نړیوال مسوولیت دی. په افغانستان کې له دولس کلونو څخه پورته نجونې له زده‌کړو بې برخې دي او د ښځو حقونو ته د لاسرسي محدودیتونه زیات شوي دي.

هغه ویلي؛ ملګري ملتونه په کور دننه او بهر له ښځو سره منظمې غونډې کوي.  په بهر کې یې د کلیدي شریکانو سره د ښکېلتیا اسانتیاوې برابرې کړي؛ خو ټول ښکېل اړخونه او فعالین باید د ښځو د حقونو او په عامه ژوند کې د دوی د ګډون په شمول د پخلاینې یا پالیسۍ په بهیر کې د ګډون لپاره ډېر څه وکړي.

د ښځو تر سرلیک لاندې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د دې اوونۍ په غونډه کې؛ د سولې، ثبات او امنیت په برخه کې د ملګرو ملتونو د ښځو د څانګې مشرې هم د ښځو رول ته په نغوته کې ویلي: په سوله‌ییزه نړۍ کې د هرچا غږ اورېدلو ته اړتیا ده او هر قشر باید په واک کې شریک شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د اسلامي امارت چارواکو په وار وار د دغه ډول ادعاوو په غبرګون کې ویلي، چې په افغانستان کې د ښځو حقونه د اسلامي شریعت او د هېواد د خلکو د کلتور له مخې تامین شوي دي. اسلامي امارت پر هېوادونو او نړیوالو ټولنو هم غږ کړی، چې د افغانستان په کورنیو چارو کې دې لاسوهنه نه‌کوي.

Trending

Exit mobile version