سیمه ییز خبرونه

د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالې عاملين په جدي توگه نه مجازات كېږي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د افغانستان ښځو چارو وزيرې مزارشريف ته د خپل سفر پر مهال په داسې حال كې، چې د افغانستان په پرتله يې په نړۍ كې د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالۍ په كراتو زيات وباله، خو نيوكه يې وكړه، چې په هېواد كې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالې عاملين په جدي توگه نه مجازات كېږي.

د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالې او پر ماشومانو د جنسي تېريو كول هغه موضوع ده، چې د هېواد په شمال كي يې خلك اندېښمن كړي دي، خو د افغانستان د ښځو چارو وزيره حسن بانو غضنفر وايي:

د افغانستان په پرتله په نړى كې په كراتو د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالى زيات دى.

نوموړې مزار شريف ته د خپل سفر په ترڅ كې زياته كړه، چې لدې وړاندې هم د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالى تر سره كېده، خو خلك پرې ډېر نه خبرېدل.

د نوموړې په وينا اوس مهال ښځې كولاى شي له خپل حق څخه دفاع وكړي او د دوى پر وړاندې تاوتريخوالي كوونكي د رسنيو له لارې افشا كوي.

نوموړې همداراز نيوكه كوي، چې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي او پر ماشومانو د جنسي تېريو عاملين تر اوسه په جدي توگه نه دي محاكمه شوي او كه د دوى پر د دوسيو د څېړلو لپاره جدي پروگرام پېل نه شي نو دا پېښې به همدا ډول دوام وكړي.

په همدې حال كې د ښځو  لپاره د ټولنيز مركز ودانۍ، چې د المان پراختيايي پروگرام  له خوا د څلور سوه شل زرو امريكايي ډالرو په لگښت د بلخ  ولايت په دهدادي ولسوالۍ كې جوړه شوې د ښځو چارو د وزارت او يو شمېر سيمه ييزو چارواكو له خوا له پرانيستو وروسته  گټې اخيستنې ته وړاندې شوه.

Trending

Exit mobile version