تازه خبرونه
د ښځو پر کارونو د اسلامي امارت بندیزونه له اړوند قوانینو سرغړونه ده – ملګري ملتونه
د ملګرو ملتونو استازولۍ څرګنده کړې؛ د افغانستان اسلامي امارت رسماً ترې غوښتي، چې د افغانستان په استازولۍ کې افغان ښځې د کار کولو اجازه نهلري.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې روزا اوتنبایوا وایي؛ د ملګروملتونو په تاریخ کې یو نظام هم خپل ښځینه کارمندان په ملګرو ملتونو کې له کارکولو منع کړي ندي.
په هغه اعلامیه کې، چې دې بنسټ د چارشنبې پر ورځ ( د وري شپاړسمه ) خپره کړې؛ راغلي، چې د اسلامي امارت لخوا د ښځینه کارمندانو بندیز د ملګرو ملتونو او نړیوالو قوانینو له اساسي اصولو څخه ښکاره سرغړونه ده.
په دې اعلامیه کې دا هم ویل شوي، چې د اسلامي امارت له لوړ پوړیو چارواکو سره په اړیکه کې دي، چې ژر تر ژره په دې اړه خپله پرېکړه بېرته واخلي.
د ملګرو ملتونو دا اعلامیه تېره ورځ په داسې حال کې خپره شوه، چې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ویاند ستیفن دوجاریک هم تائید کړې، چې په کابل کې د دوی استازې د اسلامي امارات له لوړپوړیو چارواکو سره په دې اړه خبرې کوي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ دفتر (یوناما) د سې شنبې پر ورځ( د وري ۱۵ ) په افغانستان کې خپلو نرینه او ښځینه کارکوونکیو ته سپارښتنه کړې، چې د ۴۸ ګړیو لپاره کارونو ته ولاړ نهشي؛ خو د چارشنبې پر ورځ ( د وري ۱۶ ) یې دا پرېکړه تر ناڅرګند وخته وغزوله.
اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي په دې اړه وایي، چې دا د افغانستان کورني مسایل دي او نړیواله ټولنه له اسلامي امارت سره د نړیوال سیاست په برخه کې د ستونزو د حل لپاره خبرو ته نده چمتو شوې.
د ملګرو ملتونو د څرګندونو له مخې، په افغانستان کې شاوخوا ۴۰۰ میرمنې په دې ماموریت کې دندې تر سره کوي.