سیمه ییز خبرونه
د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي د مخنيوي قانون دې ژر تصويب شي- سيما سمر
د نومبرمیاشتې پېنځه ویشتمه نېټه له ښځو سره د تاوتریخوالي د مخنیوي له نړیوالې ورځې سره برابره وه. د همدې ورځي د نمانځنې په پلمه د بشري حقونو خپلواك كميسيون په افغانستان كې له ښځو سره د تاوتريخوالي د گراف په لوړيدو اندېښنه څرگنده كړه.
د بشري حقونو د خپلواك كميسيون د مشرې سيما سمر په وينا، د روان ۱۳۹۲ ل كال په لومړيو شپږ مياشتو كې له ښځو سره د تاوتريخوالي ۴۱۵۴ پېښې ثبت شوي او په دوه يمه روانو ياشتو كې كې بيا د پېښو د ثبت گراف ډېر لوړ شوى دى.
هغې له ولسي جرگې وغوښتل، چې له ښځو سره د تاوتريخوالي د مخنيوي قانون دې ژر تر ژره تصويب كړي. په كورنۍ كې له ښځې سره د ميړه او ورپسې د كورنيو د نورو غړيو ناوړه چلند تاوتريخوالي ته لار پرانيستې ده.
د بشري حقونو خپلواك كميسيون له ښځو سره د تاوتريخوالي څرنگوالى په بېلا بېلو كتگوريو وېشي.
د نوموړې په وينا، د فزيكې تاوتريخوالي۱۲۴۹ پېښې، د لفظي او رواني تاوتريخوالي۹۷۶ پېښې، د اقتصادي تاوتريخوالي۸۶۲ پېښې او د جنسي تاوتريخوالي ۲۶۲ پېښې په روان كال كې ثبت شوې دي.
د بشري حقونو خپلواك كميسيون په ډاگه كړې، چې د معافيت فرهنگ اوس هم پپه ځاى پاتې دى او د هېواد په كچه له ښځو سره د تاوتريخوالي پېښې جدي نه گڼل كيږي. په داسې حال كې، چې له ښځو سره د تاوتريوالي پېښې مخ پر زياتيدو دي، ښايي په را روانو ټاكنو كې هم د هغوى ونډه پيكه وي.