بی بی سی پښتو
د ښځې نړیواله ورځ؛ مکسیکو کې د پولیسو او لاریونیانو ترمنځ اخ او ډب
په مکسیکو کې د ښځې د نړیوالې ورځې لمانځلو پرمهال د ښځو د فعالانو او پولیسو ترمنځ اخ و ډب شوی دی.
پولیس د پلازمېنې تر ټولو لوی میدان (زوکالو) نه د لاریونیانو شړلو لپاره د اوښلن ګاز کارولو ته اړ شوي دي.
لاریونیانو له حکومت غوښتي چې د ښځو د قتل جرمونو پروړاندې لاس په کار شي.
د حکومت شمېرې ښيي چې په ۲۰۲۰ کال، مکسیکو کې ۹۳۹ ښځې په جرمي پېښو کې وژل شوې دي.
- د مارچ اتمه؛ د ښځو نړیوالې ورځې په اړه څومره پوهېږئ؟
- مکسیکو کې لسګونه زره کسانو د ډونلډ ټرمپ ضد لاریون کړی
دا په مکسیکو سیټي کې د زرګونو ښځو لوی لاریون دی، چې ځینو ښځو خپلې لوڼې هم لاریون ته ورسره بېولې وې.
یوې نجلۍ یوه لوحه لېږدوله چې پرې لیکل شوي وو: “زه یې ونه وژلم، خو په وېره کې ژوند کوم”.
ځینې لاریونوالې زوکالو میدان ته د ورتګ پروړاندې له لګول شوي اوسپنیز جال اوښتې دي او په لرګیو او نورو توکو یې سم غوڅ کړی دی.
چارواکو د لاریونیانو ټولې لارې بندې کړې دي، خو لاریون کوونکو پر جال د وژل شویو ښځو نومونه سرېښ کړل.
د اړ و دوړ ضد پولیسو له (نېشنل پلازا) میدان نه د ښځو لیرې کولو لپاره له کوتکو ګټه اخیستې ده.
اېل یونیورسل ورځپانې ویلي، لاریونیانو د پولیسو کوتکو ته هم اور ورته کړی، خو پولیسو اور وژلی دی.
امنیتي سرتېرو د لاریونیانو د تیت او پرک کولو لپاره اوښلن ګرنېټونه هم کارولي دي.
په دې اړ و دوړ کې ۱۵ پولیس او څلور لاریونیان ژول شوي دي.
رپوټونه وايي، پولیسو په لاریون کې ګډون کوونکي ځینې خبریالان هم نیولي.
په وروستیو کې مکسیکو کې د پولیسو او د ښځو د فعالانو ترمنځ اړ و دوړ ډېر شوی دی.