تازه خبرونه
د کابل- اسلامآباد د کړکېچ د حل لپاره دې سیمهییزه ناسته جوړه شي – ایران
هغه ویلي، چې ایران په دې وروستیو کې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د ثبات او سولې د رامنځته کولو لپاره هڅې تر سره کړې دي.
د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د یکشنبې پر ورځ( د لړم پېنځهویشتمه) له خبریالانو سره په خبرو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کړکېچ د حل لپاره د یوې سیمهییزې ناستې د جوړولو وړاندیز وکړ.
هغه ویلي، چې ایران په دې وروستیو کې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د ثبات او سولې د رامنځته کولو لپاره هڅې تر سره کړې دي.
عراقچي زیاته کړې؛ ټیلیفوني اړیکې نیول شوي او هیله ده، چې دا هڅې به د پام وړ پایلې ولري او په پایله کې به یې یوه سیمهییزه ناسته جوړه شي.
د ایران بهرنیو چارو وزیر تېره اوونۍ د افغانستان او پاکستان له بهرنیو چارو وزیرانو سره په ټیلیفوني خبرو کې د ډیپلوماسۍ له لارې د اختلافاتو پر حل ټینګار کړی دی.
دغه راز هغه د قطر، ترکیې او روسیې له بهرنیو چارو وزیرانو سره هم د کابل او اسلامآباد د روان کړکېچ په اړه ټیلیفوني اړیکې نیولې دي.
د ایران دا هڅې د قطر او ترکیې پر منځګړیتوب د افغانستان او پاکستان ترمنځ د خبرو اترو له ناکامېدا او درېدا وروسته پیل شوې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي؛ مونږ د اسلامآباد او کابل ترمنځ د ایران د منځګړیتوب له هڅو ملاتړ کوو او د تهران لهخوا له هر راز منځګړیتوب هرکلی ته چمتو یوو. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر حسین اندربي زیاته کړې؛ ایران یو “ورور او دوست” هېواد دی او اسلامآباد تل د خبرو اترو او ډیپلوماسۍ له لارې د ستونزو د سولهییز حل پر ملاتړ ټینګار کړی دی.
تازه خبرونه
له ۱۰۰ ډېرو افغان سوداګرو او پانګهوالو ازبکستان ته سفر وکړ
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د معلوماتو له مخې؛ په دې درې ورځني سفر کې به د ازبکستان د سردریا ولایت له چارواکو سره لیدنې، د سوداګریزو شرکتونو ترمنځ ناستې او له تولیدي مرکزونو څخه لیدنې ترسره شي.
د افغانستان سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس سید کریم هاشمي د دغې خونې د مشرتابه او له سل ډېرو افغان سوداګرو او پانګهوالو پر ګډون د یوه لوړپوړي پلاوي پر مشرۍ ازبکستان ته سفر کړی دی.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د معلوماتو له مخې؛ په دې درې ورځني سفر کې به د ازبکستان د سردریا ولایت له چارواکو سره لیدنې، د سوداګریزو شرکتونو ترمنځ ناستې او له تولیدي مرکزونو څخه لیدنې ترسره شي.
یادې خونې ویلي، چې د دې سفر موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ پراخول، د پانګونې هڅول او د اوږدمهالو اقتصادي همکاریو پیاوړي کول دي.
تازه خبرونه
د افغانستان پر وړاندې د ملګرو ملتونو بندیزونه نور اغېزمن نهدي – هند
په ملګرو ملتونو کې د هند دایمي استازي پرواټهنني هریش د امنیت شورا په وروستۍ غونډه کې ویلي؛ اوسني بندیزونه نور اړین اغېز نهلري او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي، چې د افغانستان په اړه یو نوی او رښتینی چلند غوره کړي.
په ملګرو ملتونو کې د هند دایمي استازي ویلي، چې د افغانستان په سیاسي وضعیت کې له پراخو بدلونونو سره اوس هغه وخت رارسېدلی، چې نړیواله ټولنه د دې هېواد پر وړاندې د ملګرو ملتونو پر اوسنيو بندیزونو بیاکتنه وکړي.
په ملګرو ملتونو کې د هند دایمي استازي پرواټهنني هریش د امنیت شورا په وروستۍ غونډه کې ویلي؛ اوسني بندیزونه نور اړین اغېز نهلري او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي، چې د افغانستان په اړه یو نوی او رښتینی چلند غوره کړي.
نوموړي ټینګار کړی، چې د افغانستان سیاسي وضعیت د پخوا پر پرتله د پام وړ بدلون کړی او د تنبیهي تګلارو دوام د شته ننګونو په اواري کې مرسته نهشي کولی.
د هند استازي همدارنګه د افغانستان په خاوره کې د پاکستان هوايي بریدونه غندلي او د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي(یوناما) د موندنو پر ډاډ ویلي، چې دغو بریدونو ملکي وګړو ته د پام وړ مرګ او ژوبله اړولې ده.
هریش په خپلو څرګندونو کې پاکستان تورن کړی، چې د افغانستان پر وړاندې یې سوداګریز او ټرانزیټي محدودیتونه لګولي دي او د سوداګرۍ د پراختیا او د افغانستان د اقتصادي وضعیت ښهوالي ته د زمینې برابرولو لپاره يې د دغو محدودیتونو د لرې کولو غوښتنه کړې ده.
تازه خبرونه
په فراه کې پر زر جریبه ځمکه ستر ټرانسپورټي تمځای جوړېږي
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارواکو ویلي، د دې پروژې له بشپړېدا سره به د مسافرو د تګ راتګ ستونزې راکمې، د باروړونکو موټرو لپاره به لازمې آسانتیاوې برابرې او د فراه ښار ټرافیکي ګڼه ګوڼه کمه شي.
د فراه ولایت په ختیځ کې پر زر جریبه ځمکې د مسافرو او باروړونکو موټرو لپاره د یوه ستر او معیاري تمځای د جوړولو چارې پیل شوې، چې د لومړي پړاو لګښت یې ۱۲۷ میلیون افغانۍ ښودل شوی دی.
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارواکو ویلي، د دې پروژې له بشپړېدا سره به د مسافرو د تګ راتګ ستونزې راکمې، د باروړونکو موټرو لپاره به لازمې آسانتیاوې برابرې او د فراه ښار ټرافیکي ګڼه ګوڼه کمه شي.
د چارواکو د څرګندونو له مخې، دا تمځای د تېلو زېرمه، مسافرخونه، دوکانونه، اداري ودانۍ، جومات او شنه سیمه هم لري.
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت مالي او اداري مرستیال حافظ صدیقالله عابد د پروژې د پرانیستې پر مهال ویلي، چې فراه د سیمهییزو لارو یو مهم مرکز دی او د دې تمځای جوړېدل به د ټرانسپورټي خدمتونو د ښهوالي او اقتصادي فعالیتونو د پیاوړتیا لپاره مهم رول ولوبوي.
چارواکي زیاتوي، چې دغه تمځای د فراه هوايي ډګر ختیځ لوري کرجي سیمې ته نږدې جوړېږي، چې ۳۰۰ جریبه ځمکه یې د مسافرو موټرو او ۷۰۰ جریبه یې د باروړونکو موټرو لپاره ځانګړې شوې ده.
-
تازه خبرونه1 day agoد نورستان په پارون کې د مرګونو سېلابونو له کبله ۲۰ کسان مړه او له ۱۰۰ ډېر ورک دي
-
لوبی1 day agoپه کابل کې د افغانستان د غېږنیونې غوره لیګ لومړی پړاو پیل شو
-
سوداگري3 days agoد افغانستان ټرانزیټي سوداګري د پاکستان له لارې ټیټې تاریخي کچې ته رسېدلې
-
International Sports3 days agoانګلستان فرانسې ته پر ماتې ورکولو د نړیوال جام درېیم مقام خپل کړ
-
تازه خبرونه3 days agoد امریکايي ځواکونو بېړهنۍ وتنه عراق له امنیتي تشې سره مخ کولی شي
-
سیمه ییز خبرونه3 days agoامریکا پر ایران نوي بریدونه پیل کړل؛ د ایران په برید کې امریکایي پوځیانو ته مرګ او ژوبله اوښتې
-
سیمه ییز خبرونه19 hours agoخلیل الحیه د حماس نوی مشر شو
-
تازه خبرونه15 hours agoد نورستان په سېلابونو کې ۲۳ کسان مړه، ۸۰ ټپیان او نږدې ۱۰۰ نور نادرکه دي
