تازه خبرونه
د کابل امنیه قوماندان د اختر په ورځو کې له ډاډمنو هڅو خبر ورکوی
د کابل د پولیسو قوماندان هغه کسان وگواښل، چې د تورو ښیښو موټر لري یا یې بې پلیته گرزوي او یا هم له قانوني اسنادو پرته وسله او وسلوال ساتي.
حمید صدیقی گزارش ورکوي، چې د کوچني اختر د ورځو په رارسیدو د خلکو تگ راتگ او گڼه گوڼه ډېره شوې؛ نو همدا لامل دی، چې د ښاریانو امنیت ته هم پاملرنه په لومړیتوبونو کې نیول شوې ده.
جنرال محمد ظاهر ظاهر ټینگار کوي، چې ډېري جرمونه د تورو ښیښو لرونکیو موټرو په کارولو او د ناقانونه وسلو له گرزولو رامنځته شوي، چې په هیڅ راز به د گرزولو اجازه ورنه کړ شی.
جنرال ظاهر دا هم وویل، چې د اختریزو چاودیدونکیو توکو کارول هم بند دي.
د هغه په وینا، د هېواد درنې کورنۍ دې خپلو ماشومانو ته د پټاقیو په نه کارونې لازمېڅرگندونې وکړي.
نوموړی زیاتوي، د روان کال په تېرو څلور میاشتو کې څه نا څه زر جرمي او جنايي پېښې لکه وژنې، غلاوې او تښتونې د پولیسو له لوري پېژندل شوي او عاملین يې د قانون منگولو ته سپارلي دي.
د یادونې وړ ده، چې د کابل په ټولو لویو لارو پولیس لیدل کیږي او خلک هم د ډاډمن امنیت غوښتنه ترې لري.