تازه خبرونه
د کابل او اسلامآباد د اقتصادي اړیکو د پراختیا هڅې روانې دي – پاکستان
د پاکستان صادراتو پراختیا ادارې ويلي، چې د کابل او اسلامآباد ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراخولو هڅې روانې دي.
د دې ادارې مشر زبیر موتي والا دغه څرګندونې په کابل کې د امام ابوحنيفه رح په دوهیم ملي او نړيوال نندارتون کې کړې دي.
زبیرموتي والا ویلي؛ پاکستان هڅه کوي، چې له افغانستان څخه پاکستان ته د ډبرو سکرو صادرات او له پاکستان څخه افغانستان ته د سمنتو واردات زیات شي.
نوموړي زیاته کړې، چې په تېرو دوه کلونو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ کچه ۴ اعشاره ۲ میلیارد دالرو ته لوړه شوې او دا لړۍ مخ پر پراخېدو ده.
هغه ويلي: مونږ هڅه کوو، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ اقتصادي اړيکې پراخې کړو او اوس د دواړو هېوادونو ترمنځ د کلنيو راکړې ورکړې حجم ۴ اعشاریه ۲ ميليارد دالرو ته رسېږي.
بل خوا د سوداګرۍ او پانګونې خونې چارواکو هم ويلي، چې په تېرو دوه کلونو کې د افغانستان او پاکستان تر منځ په سوداګرۍ کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.
د خصوصي سکتور غړي وايي، له پاکستان سره پخوانۍ ستونزې ۸۰ سلنه حل شوي؛ خو نوې ستونزې رامنځته شوې، چې یوه یې د پاکستان مرکزي بانک د افغان سوداګرو د پیسو پر لېږد نوي محدودیتونه لګولي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د اسلامي امارت او پاکستان چارواکو په ځلونو د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی؛ خو سیاسي او امنیتي مسایل وخت پر وخت پر سوداګریزو اړیکو منفي اغېز کوي.