تازه خبرونه
د کابل او اړوند ولایتونو پرې شوې وارداتي برښنا ونښلول شوه
(Last Updated On: غویی ۷, ۱۴۰۲)
د افغانستان برېښنا شرکت څرګنده کړې؛ د دې شرکت تخنیکي کارکوونکي بریالي شول، چې د پلخمري – کابل ترمنځ د ۲۲۰ کیلوولت وارداتي برښنا یو مزی بېرته ونښلوي او د ۲۲۰ میګاواتو په شاوخوا کې برښنا کابل او اړوند ولایتونو ته ولېږدوي.
د دوهیم مزي پر نښلولو نه ستړيی کېدونکی کار روان دی، چې هغه به هم ژر تر ژره ونښلول شي او د وارداتي برښنا بهیر به بېرته عادي حالت ته را وګرځي.
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان برښنا شرکت عملیاتي ریيس انجنیر صفي الله احمدزی د تخنیکي ډلې پر ملتیا په سیمه کې دی، چې د تېرې شپې له شارتۍ د پرې شويو مزيو پر نښلولو کار بشپړ کړي.