لوبی
د کابل او لوګر د پېښو له ټپيانو سره د مرستې لپاره دوه مډاله بولۍ ته وړاندې شول
د هېواد د آزادو سیالیو تکړه او مخکښ لوبغاړي حسین بخش صفري د کابل د سید الشهدا د ښوونځي او لوګر د خونړیو پېښو له قربانیانو سره د مرستې لپاره خپل دوه مډالونه بولۍ ته وړاندې کړل.
حسین بخش صفري له ملي سوداګرو غوښتي، چې دا دوه مډالونه ترې وپېري.
نوموړي په دې اړه ویلي: زه له ملي او بین المللي سوداګرو هیله منیم، چې راشي او دا مډالونه وپېري او زه وکولی شم د صفري بنسټ له لارې له خپلو هېوادوالو سره مرسته وکړم، چې خپلو درسونو ته بېرته ستانه شي.
هغه ویلي، چې اوس په کور کې د دغو مډالونو ځوړندولو وخت ندی.
د جوجیتسو او آزادو هڅو اتل، چې څو ځله یې نړیوال، آسیایي او سیمه ییز مډالونه ګټلي او د خپل هېوادنی درې رنګه رپی پر رپولو یې د میلیونونو افغانانو زړونه خوښ کړي؛ اوس یې پرېکړه کړې، چې نور وهڅوي او له ټپيانو سره مرستې وکړي.
لوبی
افغانستان د ۱۷ کلنو آسیا جام ته د لار موندنې سیالۍ د ۴ پر ۱ له بریا سره پیل کړې
محمد فهیم حماس د درې ګولونو پر وهلو د دې لوبې غوره لوبغاړی و او طیب قادري هم یو ګول وواهه، چې له دې سره افغانستان په A ګروپ کې خپلې لومړۍ درې نمرې ترلاسه کړې.
د یکشنبې پر ورځ د افغانستان ۱۷ کلنو فوټبال ملي لوبډلې د ۲۰۲۷آسیایي ملتونو جام ته د لار موندنې سیالۍ د کوربه میانمار پر وړاندې د ۴ پر ۱ له بریا سره پیل کړې.
محمد فهیم حماس د درې ګولونو پر وهلو د دې لوبې غوره لوبغاړی و او طیب قادري هم یو ګول وواهه، چې له دې سره افغانستان په A ګروپ کې خپلې لومړۍ درې نمرې ترلاسه کړې.
طیب قادري په نهمه دقیقه کې د افغانستان لومړی ګول وواهه او شپږ دقیقې وروسته محمد فهیم حماس د افغانستان د ګولونو شمېر دوه ته ورساوه.
حماس په درویشتمه دقیقه کې یو ځل بیا د میانمار دروازه پرانیسته او لومړۍ نیمايي د افغانستان د ۳ پر صفر له بریا پای ته ورسېده.
د افغانستان ملي لوبډلې په دوهیمه نیمايي کې هم خپله برلاسي وساتله او حماس د دې نیمايي له پیل څلور دقیقې وروسته خپل درېیم ګول وواهه او هټریک یې بشپړ کړ.
د میانمار لوبډلې په شپږپنځوسمه دقیقه کې د پنالټۍ له لارې یو ګول وواهه؛ خو افغانستان په پای کې دا لوبه ۴ پر ۱ وګټله.
افغانستان په دې سیالیو کې له انډونیزیا، میانمار، فیلیپین او کمبودیا سره په یوه ګروپ کې دی او په خپله راتلونکې لوبه کې به د چارشنبې پر ورځ له کمبودیا سره مخ شي.
لوبی
د اتلانو لیګ په سیالیو کې طوفان هرات، آرمان افسي ته ماتې ورکړه
دا لوبه د شنبې پر ورځ د افغانستان د فوټبال فډراسیون په لوبغالي کې ترسره شوه او دواړو لوبډلو د امتیاز ترلاسه کولو لپاره سیالي وکړه.
د افغانستان اتلانو لیګ روشن د شپږم پړاو په اووه اویایمه لوبه کې آرمان افسي له طوفان هرات څخه دوه پر صفر ماتې وخوړه.
دا لوبه د شنبې پر ورځ د افغانستان د فوټبال فډراسیون په لوبغالي کې ترسره شوه او دواړو لوبډلو د امتیاز ترلاسه کولو لپاره سیالي وکړه.
د آرمان افسي لوبغاړو له پرلهپسې هڅو سره- سره سیالې لوبډلې ته ګول ورنهکړی شو.
دغه راز طوفان هرات په لومړۍ نیمايي کې یو ګول وواهه او د دوهیمې نیمايي په وروستیو شېبو کې یې دوهیم ګول هم وواهه او په دې توګه یې لوبه د دوه پر صفر پایلې پر ګټلو پای ته ورسوله.
آرمان افسي به په راتلونکې لوبه کې د نومبر پر یوولسمه له ابو مسلم فراه سره مخ کېږي او طوفان هرات به د نومبر پر لسمه له سرسبز یاشلر خوافي سره لوبه وکړي.
د افغانستان اتلانو لیګ روشن د شپږم پړاو ټولې لوبې د آریانا ټلویزیون له لارې پر ژوندۍ بڼه خپرېږي.
لوبی
افغانستان د لومړۍ ټسټ لوبې د درېیمې ورځې په پای کې له زیمبابوې څخه د ۱۰۲ منډو پر توپیر شاته پاتې شو
دا لوبه هم په شارجه کرکټ لوبغالي کې تر سره شوه او د زیمبابوې ملي لوبډلې د لومړۍ پاڼۍ پر مهال د ۱۳۴.۳آورونو پر لوبولو او د ټولو لوبغاړو پر سوځېدا ۵۰۴ منډې جوړې کړې وې.
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د زیمبابوې پر وړاندې د لومړۍ ټسټ لوبې د درېیمې ورځې په پای کې د ۱۲۵آورونو پر لوبولو او د اووه لوبغاړو سوځېدا ۴۰۲ منډې جوړې کړې او له سیالې لوبډلې څخه د ۱۰۲ منډو پر توپیر شاته پاتې شوه.
دا لوبه هم په شارجه کرکټ لوبغالي کې تر سره شوه او د زیمبابوې ملي لوبډلې د لومړۍ پاڼۍ پر مهال د ۱۳۴.۳آورونو پر لوبولو او د ټولو لوبغاړو پر سوځېدا ۵۰۴ منډې جوړې کړې وې.
د افغانستان لوبډله د لوبې پر درېیمه ورځ د توپوهنې په برخه کې نسبتاً ښه ولوبېده او د ۴۰۲ منډو پر جوړولو یې له زیمبابوې سره د منډو توپیر راکم کړ. او درې لوبغاړو یې لوبه روانه وساتله.
دا لوبه به پر څلورمه ورځ هم روانه وي او افغانستان به هڅه وکړي، چې له پاتې درې لوبغاړو څخه پر ګټه اخیستنه خپله لومړۍ پاڼۍ پر غوره پایلې پای ته ورسوي.
#آریانانیوز #افغانستان #کرکټ #ټسټلوبې #افغانستاناوزیمبابوې #شارجه #سپورټيخبرونه
-
نړۍ4 days agoډیموکرات عبدال السید د امریکا د مشرانو جرګې لومړنی مسلمان غړی شو
-
نړۍ5 days agoډیموکراټان کانګرس ته بریالي شول؛ ټرمپ له سترې سیاسي ماتې سره مخ شو
-
تازه خبرونه5 days agoد مسکو فارمټ د افغانستان د ستونزې د حل لپاره تر ټولو مهم سیمهییز جوړښت دی
-
تازه خبرونه5 days agoد افغانستان او پاکستان کړکېچ د منځنۍ او سویلي آسیا د سوداګرۍ پر وړاندې خنډونه رامنځته کړي
-
تحول4 days agoتحول: په مسکو فرمټ کې د افغانستان د ستونزو پر حل د روسیې ټینګار
-
تازه خبرونه5 days agoپه افغانستان کې د ډیپلوماسۍ او اسلامي همکاریو ټولنې د هڅو په اړه علمي ناسته تر سره شوه
-
تازه خبرونه10 hours agoد افغانستان او ازبکستان ترمنځ د ۱۵۱ میلیون ډالرو سوداګریز هوکړهلیکونه لاسلیک شول
-
تازه خبرونه5 days agoامریکايي محکمې پاکستان او افغانستان ته د نیول شویو افغانانو د لېږدولو بهیر ودراوه
