سوداگري

د کابل او چین تر منځ د آریانا الوتنې بیا پیل شوې

Published

on

آریانا افغان هوايي شرکت له درې کلن ځنډ وروسته د چین اورمچي ته خپل  پروازونه بېرته له سره پیل کړل.

د آریانا افغان هوايي شرکت رییس رحمت الله آغا ويلي؛ سر له نن څخه به نور د چین اورمچي  ښار ته د اوونۍ یوه الوتنه ولري، چې په کې به مسافر او کار ګو دواړه لېږدول کیږي.

د دې شرکت مسوولین هڅه کوي، چې په راتلونکې کې د هېواد جلغوزيو صادرات هم له همدې لارې ترسره شي.

د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت مرستیال غلام جیلانی وفا وایي: مونږ اوس په اوونۍ کې یوه الوتنه کوو او د اړتیا په صورت کې به یې د ډېرولو هڅه هم وکړو. دغه راز به په راتلونکې کې د هېواد د جلغوزویو لېږد هم له همدې لارې تر سره شي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین وايي، چې د دواړه هېوادونو ترمنځ د الوتنو پیل به د اقتصادي اړیکو د پرا ختیا لامل هم شي.

 د خصوصي  سکتور دغړیو د څرګندونو له مخې؛ د افغانستان او چین ترمنځ  کلنۍ راکړه ورکړه له یوه میلیارد دالرو څخه زیاته ده، چې ډېره برخه يي واردات جوړوي.

د سوداګرۍ اوپانګونې  خونې مسوولین وايي؛ په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې یې له چین څخه وغوښتل شول، چې په افغانستان کې د منرالونود پروسس په برخه کې پانګونه وکړي.

دوی دا هم ویلي، چې اسلامي امارت په افغانستان کې د چینایانو لپاره د سوداګرۍ بازار جوړوي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال یونس مومند ویلي: له چین سره خورا لوړه سوداګري لرو؛ مونږ نږدې یو میلیارد دالر واردات او څه باندې ۶۵ میلیون دالره صادارت لرو. له دې الوتنو سره به مو اقتصادي او ټولنیزې اړیکي نورې هم غښتلې شي.

په کابل کې د چین سفیر ويلي، چې له افغانستان سره يي اقتصادي او سوداګريزې اړيکې ورځ تربلي د پراختیا په حال کې دي او د دواړه هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه  له یو میلیارد دالرو لوړه ده او په  چين کې د افغان سوداګرو لپاره ښه فرصتونه شته او د چين د سوداګرو او پانګوالو لپاره هم  په افغانستان کې  اسانتياوې رامنځته شوې دي.

په کابل کې د چین سفیر وایي: نن مو له کابل څخه ارومچي ته الوتنې بیا پیل کړې او دا د افغانستان او چین په اړیکو کې پرمختګ ګڼم. دواړه هېوادونه د دې اړیکو د پیاوړتیا لپاره ژمن دي.

د چین  د سفارت د مسوولینو د څرګندونو له مخې؛ د دواړو هېوادونو ترمنځ  د اپریل پر ١٣ نېټه په اسلام‌آباد کې د چين، پاکستان او افغانستان د بهرنيو چارو وزيرانو پر همکاريو خبرې وکړې، چې پیل يي دا دې له الوتنو وشو.

Trending

Exit mobile version