تازه خبرونه

د کابل-جلال‌آباد دوه‌یم سړک رغول په پام کې نیول شوي – ملا برادر

Published

on

(Last Updated On: مرغومی ۲۷, ۱۴۰۲)

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال، ملا عبدالغني برادر تېره ورځ ننګرهار ولایت ته په سفر کې ویلي، چې د هېواد د سوداګرۍ او ټرانزیټ د زیاتولو لپاره د کابل-جلال‌آباد د لویې لارې د دوه‌یم سړک رغونه هم په پلان کې نیول شوې ده.

د اقتصادي مرستیالۍ په خبرپاڼه کې راغلي، چې ملا عبدالغني برادر یوې غونډې ته په خبرو کې ویلي، چې د دغه ولایت د سوداګرو د ملاتړ لپاره به د شوکاڼو پر صادارتو ګمرکي تعرفه راکمه کړي.

د خبرپاڼې له مخې؛ د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال یو ځل بیا په بهر کې پر مېشتو افغان کډوالو غږ کړی، چې هېواد ته راستانه شي.

ویل کیږي، چې په دې سفر کې له له ملا عبدالغني برادر سره د ټولګټو چارو وزارت چارسمبالی محمد عیسی ثانی هم مل و.

ویل کیږي، چې ملا برادر د ننګرهار ولایت له چارواکو، سوداګرو او د بېلابېلو برخو له مشرانو سره له لیدنې وروسته د جلال‌آباد ښار له ۱۰۰۰ بستریز روغتون څخه هم لیدنه وکړه.

نوموړي له روغتون څخه د لیدنې پر مهال ویلي؛ اړوند ارګانونو ته به لارښوونه وکړي، چې د دغه روغتون پاتې چارې بشپړې او پخپل وخت يې ترسره کړي.

د ننګرهار ولایت د ۱۰۰۰ بستریز روغتون د جوړېدو چارې ۷۰ سلنه بشپړې شوي او د پاتې کار له بشپړېدو سره به د ختیځ زون د خلکو روغتیايي ستونزې تر ډېره حل شي.

د یادونې ده، چې ملا برادر د علمانو، مخورو، سوداګرو او ولایتي چارواکو ته د افغانستان د پرمختګ او صنعتي کېدو ډاډ څرګند کړ او وایي، چې په ټول هېواد کې یې د اړتیا وړ برښنا د تولید په برخه کې هڅې ګړندۍ کړي او هېواد د اقتصادي ودې او پراختیا پر لوري ډاډمن ګامونه اخلي.​

Trending

Exit mobile version