لوبی
د کابل غوره لیګ له پیل مخکې د ایوبي کرکټ لوبغالي چمتووالی وروستي پړاو ته رسېدلی
کابل غوره لیګ د افغانستان له مهمو کورنیو شل آوریزو سیالیو څخه شمېرل کېږي او د هېواد مخکښو او ځوانو لوبغاړو ته د خپلو وړتیاوو د ښودلو مناسب فرصت برابروي.
د کابل په ایوبي کرکټ لوبغالي کې د کابل غوره لیګ د څلورم پړاو له پیل مخکې د چمتووالي چارې وروستي پړاو ته رسېدلې دي. ټاکل شوې، چې دغه سیالۍ د شنبې پر ورځ( د زمري اووهلسمه / د اګست اتمه) پیل شي.
د لوبغالي کارکوونکي د لوبغالي د وروستي چمتووالي پر چارو بوخت دي او ډېره پاملرنه د لوبغالي د ډګر کیفیت ښه کولو ته اوښتې ده.
د چمتووالي مسوولانو ویلي؛ سږکال به سیالۍ په داسې لوبغالي کې ترسره شي، چې ټولې آسانتیاوې او معیارونه ولري.
د دوی د څرګندونو له مخې، سږنی چمتووالی به لوبغاړو او مینوالو ته ښه او خوندوره تجربه برابره کړي.
کابل غوره لیګ د افغانستان له مهمو کورنیو شل آوریزو سیالیو څخه شمېرل کېږي او د هېواد مخکښو او ځوانو لوبغاړو ته د خپلو وړتیاوو د ښودلو مناسب فرصت برابروي.
سږکال به شپږ لوبډلې د اتلولۍ لپاره سیالي وکړي:
د شمشاد عقابان
د پامیر ستوري
د کابل زلمي
د سپین غر اتلان
د آباسین ساتونکي
بند امیر
د سیالیو لومړۍ لوبه به د اګست پر اتمه په ایوبي کرکټ لوبغالي کې د پامیر ستوري او شمشاد عقابان ترمنځ ترسره شي.
کابل غوره لیګ د افغانستان د کورني کرکټ مهمه برخه ګرځېدلې او د هېواد کرکټ د ودې ترڅنګ ځوانو لوبغاړو ته دا زمینه برابروي، چې د ملي لوبډلې غوراوي کمیټې ته خپلې وړتیاوې وښيي.
د دغو سیالیو ټولې لوبې پر ژوندۍ بڼه د آریانا راډیو ټلوېزیون له لارې خپرېږي.