سیمه ییز خبرونه

د کابل ـ جلال آباد د دوه يم سړک د جوړولو كار پرانيستل شو

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

چارواکي وايي دغه سړک، چې له سره رود، خوږیاڼیو، شېرزادو او حصارک ولسوالیو څخه تېریږي یوسل و لس میليون دالر لگښت لري، چې آسیا پراختيايي بانک او جاپان يې د وركړې خبره كوي.

دوی وايي، د دغه سړك چارې به په درې كلونو كې بشپړې شي.

د افغانستان د فواید عامې وزیرنجيب الله اوژن وايي، یاد یوطرفه سړک  ۱۰۶کیلومتره اوږدوالى او اوه متره سور لري، چې په پاخه او اساسي توگه جوړيږي.

د مالیې وزیر حضرت عمرزاخیلوالد وايي، دغه پروژه د اقتصادي، امنیتي، ترافیکې او خلکو ته د سهولت له پلوه ډېره مهممه ده او دا ښيي، چې نړیواله ټولنه په راتلوونکې کې هم له افغانستان سره بنسټیزې مرستې کوي.

د ننگرهار والي مولوي عطاالله لودین له حكومته وغوښتل، چې له دغه ولايت سره شوې ژمنې پلي كړي.

د ننگرهار اوسيدونكى  ذبیح الله زمری وايي، چې د پروژې كاربايد ژر پيل شي.

یاده دې وي، چې شاوخوا یوه میاشت وړاندې د چارواکو له خوا د کابل- جلال آباد د دوه يم سړک د جوړولو د کار د پیل ډبره کیښودل شوې؛ خو تراوسه یې د کار څرک نه معلومیږي.

Trending

Exit mobile version