ساینس او ​​ټیکنالوژي

 د کابل – مزار او مزار – حيرتان نوري فايبر شبکه پرانيستل شوه

Published

on

(Last Updated On: وږی ۲۰, ۱۴۰۲)

نن دوشنبه (د وږي ۲۰ ) په کابل کې د افغان بیسیم مخابراتي شرکت له‌خوا د کابل- مزارشریف او مزار- حیرتان د نوري فایبر شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د بیات ګروپ لوی مشر داکتر احسان الله بیات د دې پروژې د پرانستې په مراسمو کې ویلي، چې نوري فایبر شبکه به په راتلونکي کې د یوې بېخبنایي پروژې په‌توګه منځنۍ اسیا له جنوبي اسیا سره ونښلوي او افغانستان به د اړوند هېوادونو د نښلېدا پر مرکز بدل شي.

دغه راز د افغان بیسیم مخابراتي شرکت رییس ويلي؛ دا شبکه پر نړیوالو معیارونو د څه باندې ۱۵ میلیون دالرو پر لګښت جوړه شوې او د دې شرکت له لارې به مشتریانو ته معیاري او لوړ کیفیت لرونکي انترنیتي خدمات وړاندې کړي.

علي الله سروري زياته کړې، چې د دې پروژې په پلي کېدو کې د نوري فايبر خونديتوب ټول اړخونه په پام کې نيول شوي دي.

نوموړي ویلي: د نوري فایبر ټول وسایل پر نړیوالو معیارونو برابر دي. مونږ د نړۍ له مشهورو کمپنیو څخه غوره کیبل کارولی او هغه وسایل، چې زمونږ نوري فایبر روښانه کوي هم د نړۍ له غوره شرکتونو څخه دي.

دغه راز د اترا ادارې مسوولینو د دې شبکې له پرانیستې هرکلی کړی او وايي؛ افغان بیسیم مخابراتي شرکت یو له هغو لومړنیو شرکتونو څخه دی، چې د مخابراتي خدمتونو د وړاندې کولو لپاره یې بېخبنایي پروژو ته زیاته پاملرنه کړې او په کې پانګونه کوي.

د اترا ادارې تخنیکي مرستیال عطاء محمد یار ویلي: په کورنیو شرکتونو کې افغان بیسیم یو له لومړنیو شرکتونو څخه دی، چې دا خدمات یې وړاندې کړل او پر فعالیت یې پیل وکړ او مونږ د هغو پانګوالو ستاینه کوو، چې په بېخبنایي برخه کې یې کړي دي.

په ورته وخت کې د افغان بیسیم مخابراتي شرکت مسوولینږ ټینګار کړی، چې په راتلونکي کې به د نوري فایبر شبکه د هېواد له پولو بهر هم پراخه کړي او له دې لارې به افغانستان له ختیځې اروپا سره ونښلول شي.

د افغان بیسیم مخابراتي شرکت مسوولینو ټینګار کړی، چې په راتلونکي کې به د نوري فایبر شبکې فعالیت د هېواد له پولو بهر هم پراخه کړي او له دې لارې به افغانستان له ختیځې اروپا سره ونښلول شي.

د دغه شرکت مسوولینو زیاته کړې؛ په هېواد کې نورې ډېرې پانګونې ته ژمن دي او هڅه کوي، چې د دغه شرکت مشتریانو ته با کیفیته خدمات وړاندې کړي.

Trending

Exit mobile version